د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، د “خوارجو فتنه” [ټي ټي پي] د نړۍ د ترهګرو ډلو اؤ پراکسیانو په مرکز بدل شوې ده.
تېره ورځ اسلام اباد کې د "مارګله ډایلاګ ۲۰۲۴م " په نامه راجوړې شوې دستورې ته وینا کې جنرال عاصم منیر ویلي هیله ده چې افغانستان به د ترهګرۍ لپاره خپله خاوره کارول کېدو ته ورنه کړي.
پاکستاني چارواکو په نهم نومبر د کوټې په رېلوې سټېشن له شوي هغه ځانمرګي برید وروسته یو ځل بیا په افغانستان د نیوکو لړۍ چټکه کړې چې نزدې ۲۶ کسان پکې وژل شوي اؤ ۶۰ ژوبل شوي وؤ.
د جنرال عاصم منیر له وینا مخکې په ۱۴م نومبر د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په افغانستان د واکمنو طالبانو په مخاطب کولو سره ویلي وؤ بايد "د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمايل شي".
طالب چارواکو د کوټې له ځانمرګي برید وروسته د پاکستان ددفاع د وزیر خواجه اصف د نیوکو په ځواب کې ویلي وؤ، اسلام اباد دې خپل زمه واري د طالبانو په غاړه نه اچوي او خپلو ستونزو ته دې په کور دننه حل ولتوي.
جنرال عاصم منیر ویلي “د ترهګرۍ په ضد جګړه کې زمونږ عزم مضبوط دی اؤ د هیڅ یوې نړیوالې شخړې برخه به نه جوړیږو”.
پوځي مشر وویل د "عزم استحکام" ویژن یا نظر د نیشنل ایکشن پلان یوه مهمه برخه ده اؤ ددې مقصد د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ختمول دي.
جنرال منیر وویل د لویدځو پولو خوندي کولو لپاره د پولو د څارنې یو هر اړخیز نظام رامنځته کړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې پرتشده غیر ریاستي عناصر اؤ په ریاستي سرپرستۍ کې د ترهګري په نړیواله کچه یو ستر چیلنج دی.
هغه وویل له قواعدو پرته د رایې څرګندولو ازادي په ټولنو کې د اخلاقي قدرونو د تنزلۍ لامل جوړیږي اؤ بې لارې کوونکي معلومات خپرول اؤ له کرکې ډک بیانونه سیاسي اؤ ټولنیزې ځاندره بې ثباته کوي.
پاکستان له دې وړاندې هم څو څو واره تورونه لګولي او دعوې یې کړي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، په افغانستان کې ناامنۍ او ترهګري سېوا شوې ده او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي. پاکستان تحريک پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه دعوې او تورونه رد کړي او ويلي یې دي، پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.
په وروستيو کې طالبانو هم ځينې دعوې کړي چې د داعش وسله وال یې نيولي او هغوی د پاکستان په بلوچستان صوبه کې روزل شوي او افغانستان ته تللي دي.
پاکستان دغو تورونو ته ځواب نه دی ويلی.
پاکستاني چارواکو په افغان طالبانو د تورونو تازه لړۍ په داسې وخت کې چټک کړي چې په دغه هيواد کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې نورې هم سېوا شوي دي.
په ۱۴م نومبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د بلوچستان په هرنايي سیمه کې وسله والو خلاف عملياتو کې يې د مېجر د عهدې د یو افسر په شمول دوه عسکر وژل شوي دي.
له دغې وړاندې په نهم نومبر د کوټې د رېل په سټېشن کې ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان، چې اکثریت په کې پوځیان وو، وژل شوي او د ۶۰ؤ نه زیات پکې ژوبل شوي وو.
د ياد برید ذمه واري بیلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې منلې وه.
د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) په نوم غېر دولتي ادارې د روانې مياشتې په سر کې په خپل تازه رپوټ کې ويلي وو، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په مجموعي شمېر کې کمښت لیدل شوی خو بیا هم اکتوبر د کال ۲۰۲۴ دويمه خونړي مياشت وه.
د رپوټ ترمخه، په اکتوبر مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې ۱۹۸ کسان وژل شوي چې پکې ۹۸ ترهګر ، ۶۲ امنيتي چارواکي او ۳۸ عام وګړي وو.
د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۲۴ په وړومبيو ۱۰ مياشتو کې په ګرد هیواد کې مجموعي ډول ۷۸۵ بريدونه شوي چې پکې ۹۵۱ کسان وژل شوي او ۹۶۶ تنه ټپيان شوي دي چې په هيواد کې په دوامداره توګه د تاو تريخوالي لوړه کچه ښیي.