هېگ : ملادوچ پرضد د جنگي جرمونو قضیه پېل شوې

په هېگ کې نړیوال د جنگی جرمونو عدالت د پخواني بوسنیاوي او سرب پوځي کمانډر راتکو ملادوچ او د لېبریا پخواني صدر چارلس ټېلر قضېو اورونه کوي.
د بوسنیا هرزوگوینا د خانه جنگی د پېل کېدو دوه لسېزه ورستو د شورو په ورځ په دغه جگړه کې د ټولو زیات ظالمونو لپاره توران تن مقدمه پېل شوې ده.
اویه کلن پخواني کمانډر د هغه ځنې ناقدین د بوچر اف بوسینا د قصاب په نوم یادوي. په راتکو میلادوچ الزام دی چې د 1990 په لسیزه کې يي خپلو عسکرو د سربرنیسه ښار سره نزدې د اته زره سړو او هلکانو د وژنې حکوم ورکړی وو او په خونړۍ توگه يي د بوسینا هرزگوینا سرښار سرائیوو په محاصره کې اخستې وو.
ملادوچ د یوگوسلاویه په پوځ کې په بلغراد کې پوځي تربیه ترلاسه کړې وه. د نونسوه نوي په لسیزه کې د یوگوسلاویه د ماتیدو په وخت هغه ته د جنرنیل په عهده ترقي ورکړی شوه او د بوسنیا او د سرب ځواکونو مشر ووټاکلی شو.
په دغه وخت کې د هغه ځواکونو د یو سرب هیواد د پاره کوششونو شورو کړې وو.په سربرنیسه کې قتل عام په نوسنوه پنځه نوي کې په داسې مهال رامنتځه شو چې هلته په رزگونو عام خلک د ملگرو ملتونو د طرفه په پناه ځائې کې جمع شوې وو.
د ملگرو ملتونو د امر په سرغړونه سربیائي ځواکونو اته زره سړې او هلکان اونیول او د څو ورځو قتل عام په مهال یي ووژل. ورستو په دغه سیمه کې اجتمائي قبرونه هم وومندلی شول. د جنگ ورستو هغه بلغراد ته لاړ. هغه په کال ٢٠٠١ کې نیول کیدو ورستو هیگ کې عدالت ته وړاندې کړی شو