حکیم الله مسید- پاکستان د مفکورې په جګړه اړولی

حکیم اللہ محسود

د امریکې د ډرون برید پاکستانیان په دوه درې کې اټاله کړي دي. که له یوې خوا په دغه بریدونو کې د ترهګرو د سر سړي په نښه کیږي او له منځه ځي. نو د بلې خوا په سیاسي لحاظ دغه ویشتل شوي ټولنه د یوې نوې قامي مفکورې سره مخ شویده. حکیم الله مسید چې د طالبانو د تحریک امیر وو، د شمالي وزیرستان د ډانډې درپه خیل په سیمه کې د تازه ډرون په برید کې ووژلی شوی.
د امریکه حکومت د حکیم الله مسید په سر پنځوس لکه ډالری منلې وې. او د پاکستان حکومت يې په سر پینځه کروړه روپۍ منلې وې. دا انعام به هر هغه چا ته ورکول کیدو چې د حکیم الله مسید په اړه دې حکومتونو ته معلومات ورکړي. د حکیم الله مسید شخصي قلعه د پاکستان د پوځ د مرکز سره په کلومیټر کې جوړه شویده. دغسې د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان تر ټولو لوېي پوځي تربیتي مرکز کاکول سره په یو کلومیټر کې په کلونو پټ ژوند کوو، چې اخر امریکایانو ووژلو.
عجبه دا ده چې پاکستان نه یواځې دا چې په مسید انعام لګولې وو خو د امریکه د انعام ویستلو مخالفت يې هم نه دی کړی. لکه څنګه چې يې د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید په سر د امریکه د انعام غندنه کړې وه. حافظ سعید چې هم هند او هم امریکا ته د ترهګرۍ په تورونو مفرور دی. د پاکستان امنیتي ادارو او د خپلو وسله والو جنګیالو په حفاظت کې د ملک په ډیرو برخو کې لیدل کیږي. او خپل تنظیمي فعالیتونه ترسره کوي. د حافظ سعید په سر امریکا یو کروړ ډالر انعام ایښودی دی. د حافظ سعید په دفاع کې پاکستاني چارواکي او استخباراتي ادارې دا دلیل ورکوي چې جماعت الدعوه کله هم په ملک دننه د ترهګرۍ په بریدونو کې ککړ نه دی. خو دغه دلیل د حکیم الله مسید د ډلې په اړه بل رنګ دی. ځکه چې حکیم الله مسید او د هغه د تنظیم ویاند په وار وار دا منلي دوي د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د طالبانو مخالف سیاسي ډلو په نخښه کولو کې لاس لري.
لکه څنګه چې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو د وژونکې هڅې نه پس د پاکستان اولس په یو آواز د ترهګرو پر ضد راپاڅیدل او دغه پیښه يې وغندله. داسې د حکیم الله مسید د وژنې په خوشحالۍ کې ونه شوه. که هر څومره هم زیات شمیر خلک دده په مرګ خوشحاله وو. د پاکستان پیپلز پارټۍ چېرمین بلاول بهټو زرداري په خپله وینا کې د جماعت اسلامي د مشر سید منور حسن چې حکیم الله مسید ته يې د شهید خطاب کړی دی. په کلکه وغنده او ویلي ېي دي چې د پاکستان خاموش اکثریت د طالبانو د مشر په وژنه خوښ دی.
د مرکزي حکومت په نمایندګۍ چودهري نثار علي خان د حکیم الله مسید وژنه د امن د وژنې سره تشبیح کړه. او عمران خان خو پسې دوه قدمه وړاندې لاړو او ویلې يې دي که چری مرکزي حکومت د ډرون بریدونو د بندولو په اړه د نومبر شلمې نیټې پوری فیصله ونکړه. نو دوی به په ځانګړي توګه په پښتونخوا کې افغانستان ته د نیټو پوځي ځواکونو د رسد لاره وتړي.
په قامي اسمبلۍ کې د ایم کیو ایم پارلیماني مشر ډاکټر فاروق ستار د جماعت اسلامي او د هغوي د هم فکره سیاسي او مذهبي ډلو په ځواب کې ووېیل، دا به مناسب نه وي چې قاتلان او شهیدان په یو صف کې ودرول شي. د حکیم الله مسید په ډله د پاکستاني امنیتي ادارو د غړو، سیاسي کارکنانو او عام اولسي وګړو چې شمیر يې د ۴۹و زرو پورې ښودل کیږي، د وژلو تورونه دي.
د مولانا فضل الرحمان بیان هم ډیر معنې خیز دی. دی واېي که امریکا یو سپې هم مړکړي هغه به شهید وي. په دغه بیان په سوشل میډیا د بحثونو لړۍ روانه ده او خلک داسې ګڼړی چې مولانا په دغه څو ټکو کې هم په منور حسن ټک کړی او هم يې د حکیم الله مسید وژنه د سپي سره نسبت کړی. مولانا په قامي اسمبلۍ کې دا هم ویلي چې کوم اوور په پښتونخوا، بلوچستان، او کراچۍ کې بل دی، پنجاب ته ېي هیڅ تپ نه دی رسیدلی.
څیړنکارواېي د پاکستان حکومت او سیاسي ډلې په چل نه پوهیږي، څه وکړي. د حکیم الله مسید په وژنه امریکا ته شاباش وواېي او کنه د جماعت اسلامي او پاکستان تحریک انصاف په صف کې ودریږي. ډرون بریدونه د پاکستان اولس د ملک د خود مختارۍ په ضد بولي خو د حکیم الله مسید وژنې دغه ټولنه د د پاکستان قامي مفکوره د تشوالي سره مخ کړی ده.