حماس د اسرایلي یرغمالیانو په سر د خبرو اترو امریکايي وړاندیز منلی: سرچینې

Israel Palestinians

د حماس وسله والې ډلې یوې سرچینې راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې حماس ډلې د عسکرو او سړو په شمول د تښتول شوي اسرایلیانو په سر د خبرو اترو امریکايي وړاندیز منلی.

دغه سرچېنې چې نه یې غوښتنل نامه یې وښودل شي ویلي چې اسلامي وسله والې ډلې د خپلو غوښتنو یو فهرست / لسټ هم ورکړی. په دغه فهرست کې د اسرایل نه د مکمل ډزبندۍ اعلان، او بیا په شپږو اونیو کې معرکچیانو ته موقع ورکول چې دغه لوظنامه سر ته ورسوي.

یو فلسطینی چارواکې چې وړاندې یې په دغه شان هڅو کې کار کړی ویلي، چې دغه وړاندېز د مخکې تګ لپاره لار هوارولی شي که چرته اسرایل دغه ومني. د دغې سره به د حماس او اسرایل تر منځه د نهه میاشتو راهسې روانه جګړه پاې ته ورسیږي.

د اسرایل د خبرو اترو د ډلې یو غړي بیا د ځان نه ښکاره کولو په شرط ویلي، چې دا مهال په حقیقت کې د کوم څه ترلاسه کولو وخت راغلی.

دا خبره په تیرو نهه میاشتو کې د په غزه کې د روانې جګړې په وخت د اسرایلي دریځ نه مکمل بدله ده. وړاندې به اسرایل وویل چې د حماس لخوا هیڅ قسمه شرط منلو ته تیار نه دي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو ویاند د خالي/ شنبې په ورځ په دې اړه د څه ویلو خواست ته کوم ځواب نه دی ویلی. خو د جمعې په ورځ د وزیراعظم دفتر ویلي وو چې راتلونکې اونۍ به خبرې اترې پېلیږي خو دا یې هم ویلي چې د دواړه خواو تر منځه لا هم لرې والی شته.

په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځه روانه جګړه کې تر اوسه د ۳۸۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي. دغه شمېره په غزه کې د صحت ادارې لخوا ورکړل شوې.

په غزه کې دغه جنګ د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د شوي خونړي برید وروسته شورو شوې.

په دغه برید کې د حماس وسله والو ۱۲۰۰ اسرایلیان وژلي او نژدې ۲۵۰ یې تښتولي وو. دغه شمېر د اسرایلي چارواکو لخوا ورکړل شوې.

د امریکا لخوا وړاندې کړل شوي نوي وړاندیز کې دا خبره هم یقیني شوې چې معرکچیان به لومړی د یو عارضي جنګ بندۍ ضمانت ورکوي. بیا به د مرستو رسېدل وي او د هغې وروسته به بیا د اسرایلي عسکرو وتل کیږي.

تر دغې به څنډ په څنډ خبرې روانې وي تر څو چې د خبرو اترو دویم پړاو نه وي عملي شوی. د حماس سرچینې د دغې خبرې تصدیق کړی.

یوې سیمه ایزې سرچینې ویلي چې امریکايي انتظامیه هڅې کوي چې دغه لوظنامه د نومبر په میاشت کې کیدونکي د امریکا صدارتي ټاکنو وړاندې وشي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د اسرایل استخباراتي ادارې موساد مشر د قطر نه د لومړیو کتنو وروسته بیرته راستون شوی او ویلي یې وو چې د راتلونکې اونۍ نه خبرې اترې بیا پېلیږي.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.