اسرایل د شنبې- خالي په ورځ په غزه کې وروسته له هغه نوي بریدونه کړي چې امریکې یې د جګړې پر طرز باندې نیوکې وکړې او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې که له خلکو ډک رفح ښار باندې مخامخ برید وشي "ستر" ناورین به پېښ شي.
د اې ایف پي خبریالانو د غزې د ساحلي سیمو په مختلفو برخو کې د بریدونو رپوټ ورکړی او ملګري ملتونه وايي مرستې وروسته بندې شوې ځکه چې وایي اسرایلي ځواکونو نړیوالې نیوکې رد کړې او رفح ته له ننوتو سره یې دوې سرحدي لارې بندې کړې.
د فلسطيني خبري ایجنسۍ ډبلیو اې ایف اې د خبر له مخې د غزې په مرکزي سيمه کې تېره شپه د اسرايلي الوتکو په تازه بريدونو کې 24 تنه فلسطيني وګړي وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په یو رپوټ کې- چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده- ویل شوي چې امکان لري اسرایل د امریکې د وسلو په کارولو کې د نړیوال قانون له معیارونو سرغړونه کړې وي خو په دې اړه یې کافي ثبوتونه نه دي موندلي.
وزارت خپل رپوټ د صدر جوبایډن تر هغه خبرداري دوې ورځې وروسته خپور کړی چې په عامه توګه یې ګواښ وکړ که اسراییل په رفح باندې هراړخیز مځکنيو بریدونو ته دوام ورکړي نو ځینې بمونه او د توپونو ګولۍ به ځنې را وګرځوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د جمعې په ورځ وویل که اسرایل په رفح کې په پراخه کچه مځکني عملیات پیل کړل نو غزه به د "یو لوی بشري ناورین" له خطر سره مخ شي. ښاغلي ګوتېریش لیکلي:
"نړیواله ټولنه باید په غزه کې د سمدستي بشردوستانه ډزبندۍ، د ټولو یرغمل شویو سمدستي او بې له شرطه خوشي کولو او د ژوند ژغورنې په مرستو کې د پراخ زیاتوالي لپاره په یوه اواز خبرې وکړي".
اسرایلي پوځیانو د سه شنبې- نهې په ورځ د مصر او غزې تر منځ د رفح پوله د فلسطین له لوري بنده کړه او دا هغه سیمه ده چې چې له دې لارې ټول تېل سیمې ته ور تېرېږي، اسرایل د پولې تر نیولو وروسته د رفح اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي دا به "مناسبه وي چې وکتل شي" اسرایل د امریکې وسلې په داسې طریقو کارولې دي چې د بشري حقونو له معیارونو سره برابرې دي، خو وایي امریکې "د حتمي نتیجو ته نه شي رسېدی".
د سټېټ دیپارټمنټ دغه رپوټ د صدر بایډن پر ګواښ اغېز نه کوي چې وایي اسرایل ته د ځینو بمونو او توپونو د ګولیو لېږل به ودروي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ وویل تر اوسه یې په رفح کې لوی عملیات نه دي لیدلي. د امریکې ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ وو:
"موږ دا په اندېښمنه توګه ګورو، خو زه دا نه شم ویلای هغه څه چې موږ په تېرو 24 ګنټو کې [په رفح کې] لیدلي هغه دې پراخ یا لوی مځکني عملیات وي".
خو د صدر بایډن انتظامیې لا دمخه اسرایل ته د 3,500 بمونو د لېږلو مخه نیولې وه ځکه چې اسرایل له تېرو څو اوونیو راهیسې د امریکې پر نیوکو باوجود په رفح ښار باندې برید ته تیار وو.
د خلکو بې ځایه کېدل
ملګرو ملتونو ویلي، د رفح په شاوخوا کې د اسرایلو پوځي عملیاتو لا دمخه د غزې پر ملکي وګړو سختې اغېزې کړې دي.
ملګري ملتونه وايي، د دوشنبې- ګل په ورځ د اسرایل پوځ له رفح ښار څخه د خلکو د وتلو امر وکړ، وایي له هغې ورځې راهیسې تر یو یو لک زیات کسان په دویم ځل بې ځایه شوي او نورو ځایونو ته کډه شوي دي.
خو د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په ورځ یو ځل بیا د رفح په ګډون د شاوخوا سیمو خلکو ته امر کړی چې خوندي ځایونو ته لاړ شي. د اسرایل پوځ وایي تر اوسه پورې شاوخوا درې لکه کسان له خپلو سیمو کډه شوي دي.
ډېری خلک خان یونس ښار ته کډه شوي، چیرې چې د دې کال په پیل کې سخته جګړه روانه وه او یا هم د مرکزي ښار «دیر البلاح» د ساحل په اوږدو کې په پناه ځایونو کې مېشت شوي دي.