د امریکې د صدرات دواړه امیدواران هېرېس او ټرمپ به نهې، سه شنبې، په ورځ مباحثه کوي

د مباحثې نه مخکې، د دواړو امیدوارانو نه خو ملاقات شوی او نه یې هم په ټېلې فون خبرې کړي دي خو د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن به دواړه د فېلېلېډېلفیا ښار په نېشنل کانسټېټوشن سېنټر یا د ایین مرکز نومې ودانۍ کې یو بل سره مخامخ کېږي

د سږ کال د نومبر په پينځمه نېټه کېدونکي د امریکې د صدارت دواړه امیدواران، نایب صدره کاملا هېرېس، او د پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به د نهې، سه شنبې، په ورځ په مباحثه یا مناظره کې یو بل ته مخامخ کېږي.

هېرېس د واک من ډېموکرېټېک پارټۍ او د ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ په نامزدګۍ په صدارتي انتخاب کې برخه اخلي.

د مباحثې نه مخکې، د دواړو امیدوارانو نه خو ملاقات شوی او نه یې هم په ټېلې فون خبرې کړي دي خو د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن به دواړه د فېلېلېډېلفیا ښار په نېشنل کانسټېټوشن سېنټر یا د ایین مرکز نومې ودانۍ کې یو بل سره مخامخ کېږي. توقعو ده چې د ۹۰ منټو په مباحثه کې به دواړه په یو بل ټکونه وکړي او د ای بي سي نیوز ټېلې وېژن د کوربنو ډېوډ مېور او د لېنسي ډېوېس د سوالونو جوابونه به ورکوي.

امکان دی چې په مېلینونو امریکایان به په ټېلې وېژن د هېرېس او د ټرمپ خبرې اترې په ټېلې وېژن وګوري چې د دې صدراتي مهم یوازنۍ مباحثه ګڼل کېږي. مباحثې نه اته هفتې وروسته به د امریکې صدرد غوره کولو دپاره ووټونه کېږي.

په قومي کچه سروی ښيي د دواړو امیدوارانو ترمنځ به مقابله سخته وي. ټرمپ به کوښښ کوي چې ځان بیا وایټ هاوس ته ورسوي. په ۲۰۲۰ کې هغه د صدارت د دویمې دورې دپاره انتخاب د موجود صدر جوبایډن نه بېللی و. هېرېس به کوښښ کوي چې د نایب صدارت نه ځان د صدر چوکۍ ته ورسوي.

د جولای په میاشت کې بایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره د انتخاب نه لاس په سر شو او د ځان په ځای يې د هېرېس نوم وړاندې کړو. ډېموکرېټېک پارټۍ زر د هغې د نامزدګۍ حمایت وکړو. کله چې بایډن د انتخابي کېمپېن نه لاس په سر کېدو نو د مقبولیت په لحاظ هغه د ټرمپ نه وروسته ګڼل کېدو خو اوس ګڼ شمېر نظر پوښتنې ښيي چې هېرېس د ټرمپ نه مخکې ګڼل کېږي.

نیویارک ټایمز اخبار او سېیان کالج د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع شوي سروی کې وايي ټرمپ د ۴۸ او د ۴۷ فیصد په کچه په وېسکانسن، مېشېګن او پېنسېلوېنیا ریاستونو کې د مقبولیت لري. په څلورو نورو ریاستونو کې دواړه امیدواران د مقبولیت په لحاظ برابر دي.

د نیویارک ټایمز او سېیانا سروی شيي چې د نهې، سه شنبې، د ورځ مباحثه د هېرېس دپاره زیات اهمیت لري چې د امریکې ولس ته ځان ور وپېژني. په سروی کې برخه د اخیستونکو ۲۸ فیصد امریکایانو وېنا وه چې هېرېس نوره پېژندل غواړي. د ټرمپ په اړه د ۹ فیصد خلکو دا خیال و، چې په ظاهره دا څرګندوي چې د هېرېس په مقابل کې خلک ټرمپ ډېر پېژني.

هېرېس د مباحثې دپاره تیاری کوي، چې په کې د ټرمپ په شان تن سره مناظره هم شامله ده چې په کې د هغې نه سختې پوښتنې کېږي. ټرمپ د مرستیالانو سره په صلاح مشورو کې مصروف پاتې شوی.

په مباحثه کې چې کله یو امیدوار خبرې کوي نو د بل تن مایک به بند وي. دواړه امیدواران به د کوربه د سوال جواب په دوو منټو کې ورکوي او بل امیدوار به په دوو منټو کې خپل ردعمل بیانوي.

د حمل د ختمولو واک اختیار، مهاجرت، د مېکسیکو سره د امریکې سرحد او شخصي کردار هغه موضوعات دي چې کوربانه به يې په امکاني توګه راپورته کوي.

مخامخ په مخامخ په یو بل د نيوکو په ځای هېرېس او ټرمپ د یو بل په غېر موجودګۍ کې په یو بل تنقیدونه کړي دي.