پاکستان کې د لوی اختر په موقع د کرونا وایرس د خورېدو وېره

په پاکستان کې د کرونا وایرس مرض په تازه پیښو کې یو ځل بیا زیاتوالې راغلی او په تېره یوه شپه و ورځ کې په دې مرض باندې ۲۷ کسان مړه شوي دي. د اېن سي او سي له اړخه خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي چې په احتیاطی ګامونو عمل نه کولو او د لوی اختر په مهال د کرونا د خوریدو ویره شته او د دغه خطرې د مخ نیوې د پاره په هغو سیمو کې چې د کرونا د خوریدو ویره زیاته ده، په خلکو احتیاطې ګامونه عملې کولو د پاره د سختو ګامونو پورته کولو عمل شورو کړی شوی دی.

بل پلو ته د کرونا د مخ نیوې د څار ادارې - اېن سي او سي - مشر او وفاقې وزیر اسد عمر ویلې د ۵۰ کلو څخه زیات عمر کسانو ته د کرونا زیاته خطره ده او دغه کسان دې زر تر زر ویکسین ولګوي.

اسد عمر په خپلې ټویټر پاڼې ویلي چې په پاکستان کې دوه کروړه دوه اویا لکه (۲۷۲۰۰۰۰۰) کسان د پنځوسو کلونو نه زیات عمر لري خو په دغو کسانو کې شپږپنځوس لاکه کسانو وېکسین لګولی چې یوازې دوه ویشت فیصده ٪۲۲ دی. دوی په خلکو غږ وکړ چې د پنځوس کلونو زیات عمر کسان دې ژر تر ژره وېکسین ولګوي.

د ډاکټرانو هم وینا ده چې که چېرې خلک احتیاط ونکړي، نو دغه وایرس یو ځل بیا تېزۍ سره خورېدی شي.

د کرونامرض دپاره د وزیراعظم د ټاسک فورس مشر ډاکټر عطاالرحمن وایي، په هېواد کې د کرونا نوي قسمونه – ډېلټا او ډېلټا پلس – په تندۍ سره د خورېدو وېره ده.

هغه زیاته کړه: «د دې د مخنیوي یوه طریقه وېکسین لګول دي، خو وېکسین ډېرو لږو خلکو لګولي، نو د دې د مخنیوي یوازېنۍ لاره دا ده چې ځانونه له یو بله لېرې وساتل شي، ولې چې وېکسین دومره ندی چې دوه ویشت کروړه آباتۍ ته ولګول شي.»

د کرونا د مخنیوي او څار ادارې – اېن سي او سي – ترمخه، په پاکستان کې په تېره یوه شپه و ورځ کې، له اته څلويښت زرو نه زیات ټېسټونه شوي چې په کې ۱۹۸۰ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او د مثبتو پېښو کچه څلور فیصده ٪۴ ریکارډ شوې ده چې په کې تر ټولو زیات په سند او په دویم نمبر، په خیبرپښتونخوا کې ریکارډ شوې ده.

د اېن سي او سي ترمخه، خیبرپښتونخوا، ګلګت بلتېستان، او د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د سېلګرو په هوټلونو کې بوکېنګ دپاره وېکسینېشن لازمي ګرځول شوی دی.

د سېل ځایونو ته دننه تللو دپاره وېکسین سرټېفېکټ د تصدیق عمل دپاره یوه ځانګړې طریقه کار ټاکل شوې ده. رېسټورنټونه، د سپورټ جمنازیم، د سینما او ودونو هالونو کې دننه تللو دپاره هم وېکسینېشن لازمي ګرځول شوی دی.

د اېن سي او سي ترمخه، پر بس اډو، رېلوې سټېشنونو، جماعتونو او بازارونو کې ماسک نه اچوونکو او له یو بل څخه ځان لېرې نه ساتونکو په ضد حکومت سخت ګامونه کولی شي.