په مردان کې يوه ښځه او سړی د غېرت په نوم وژل شوي

د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې پوليس وايي په بکري بانډه سيمه کې يو تن خپله ورندار او د تره زوۍ د غېرت په نامه وژلي دي.

دغه ملزم لا هم نيول شوی نه دی خو پلار د خپل زوی پر ضد مقدمه هم درج کړې ده.

د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي غوښتنه کوي چې بايد رياست دغه مقدمې په خپل مدعيت کې درج کړي ځکه چې د کورنيو ترمنځ روغه جوړه دا معامله پټه کړي او ملزم ته سزا نه ورکول کېږي.

په پېښور کې د ښځو د حقونو مبارزه کوونکې صايمه منېر وي او اې ډيوه ته وويل چې پلار زوی وبخښې، معامله ختمه شي نو داسې د دې پېښو مخنيوی نه شي کېدی.

د پاکستان پارليمان د ښځو د حقونو خوندي ساتلو لپاره له هغې وروستو يو قانون هم منظور کړی چې کله په ټولنيزو رسنيو مشهوره قنديل بلوچ خپل ورور وژلې وه. په دغه قانون کې د ملزم لپاره ۲۵ کاله قيد لازمي ګرځول شوي وو. د دې ترڅنګ د دې قانون لاندې د غېرت په نوم د وژنو په پېښو کې به رياست د ملزمانو په ضد مقدمه درج کوي.

هم دا قانون وايي، دا رنګ مقدمې به د درې نه تر شپږو مياشتو موده کې سر ته رسول کېږي خو د مردان سيمې سره تعلق لرونکی قانون پوه اکبرهوتي وايي چې د کمزورو پلټنو له کبله دا مقدمې سمې نه فېصله کېږي هم د دې کمزورو پلټنو له امله کلک او سم واقعاتي ثبوتونه مخې ته رانه شي او ملزم ته سزا نه ورکول کېږي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن وايي، د کال ۲۰۱۶ نه تر 2018 موده کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان د عزت او غېرت په نوم وژل شوي خو بل اړخ ته د بشري حقونو بل سازمان هيومن رايټس واچ وايي، په پاکستان کې هر کال د ۸۰۰ نه تر ۱۰۰۰ د غېرت په نوم د وژنو پېښې کېږي خو زياتره پېښې په ميډيا کې نه رپورټ کېږي.