د بشري حقونو فعالان وایي پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو ماشومانو د سبقونو لړۍ به سخته اغېزمنه شي

د بشري حقونو فعالان وایي د پاکستان نه چې کوم کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شي نو هلته تعلیمي ادرې نیشته چې ورسره به دغه ماشومان د تعلیم نه محرومه پاتې شي.

څیړونکي وایي. نړیوالې ادرې باید افغانستان کې دننه د تعلیمي اسانتیاو ورکولو لپاره وړاندې راشي

د کډودلو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو این ایچ سي آر ) دتېرکال د رپورټ ترمخه پاکستان کې د پي او آر کارډونه لرونکو افغانانو کې د نیمایي نه زیات یعني 52 فیصده ماشومان دي.

څیړونکي وایي ناقانونه افغانانو کې به هم د ماشومانو شمیره ورته وي او دوي چې اوس واپس افغانستان ته ستانه شي نو هلته به ددوي د زده کړو هیځ بندوبست نه وي.

د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاذه پروفیسره صایمه ګل وایي کوم ماشومان چې په پاکستان کې پیدا شوي دي افغانستان ته د ستنېدو سره به دهغوي د تعلیمي زده کړو لړۍ په عارضي توګه اغېزمنه شي.

ډیوه سره په خبرو کې هغه وایي دا یوه اهمه مسله ده خو که که ملګري ملتونه پاکستان کې دافغان زده کوونکو لپاره کېدونکې مرستې افغانستان ته ولیږدوي نو دا به دافغانستان سره ښېګړه وي.

د بشري حقونو مبارزین او د سیاسي ګوندونو فعالان وایي، په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا افغانستان کې تعلیمي ادارې په ځانګړي ډول د جینکو مکتبونه تړل شوي دي اؤ دا چې پاکستان په بیړه د افغان کډوالو د ویستلو فیصله کړې ده دا خپله د پاکستان د اساسي قانون سرغړونه ده.

د پیښور هایي کورټ وکیل ممتاز احمد ایډوکیټ وایي، د پاکستان اساسي قانون کې دوه د انګریزۍ ژبې ټکي کارول شوي دي. یو سیټیزن یعني دهیواد اوسیدونکی او بل پرسن یعني تن.

ډيوه سره خبرو کې ممتاز احمد ایډوکیټ وایي پاکستان پابند دی چې د بشري حقونو په اړه د نړیوالو قوانینو خیال وساتي.

ممتاز احمد ایډوکیټ زیاتوي پاکستان 1993 م کې او بیا کال 2003 م او 2010 م کې یو این ایچ سي آر سره د افغان کډوالو په هکله تړونونه لاسلیک کړي دي کوم چې اوس هم په خپل ځایې موجود دي.

هغه وایي د پاکستان اساسي قانون کې د بشري حقونو دفاع شوې ده اؤ ددې ترڅنګ پاکستان د نړیوالو بشري حقونو کنونشن هم لاسلیک کړی دی.

نوموړی زیاتوي دا مهال افغانستان کې د تعلیم پوره اسانتیاوې نه دي برابر. ماشومان هلته لیږل د بشري حقونو سرغړونه ده او دوي پېښور هایي کورټ کې هم دې لړ کې درخواست جمع کړی دی.

خو پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې د پاکستان دننه د ګډوډو پیښو کې افغانان ککړ موندل شوي او دوي د پاکستان امنیت ته ستونزې راولاړې کړې دی.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویلي د ناقانونه افغانانو د ویستو پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې کړې ده چې د نړیوالو اصولو سره هم برابره ده.

د کډوالو د پاره دملګرو ملتونو د ادارې (یو این ایچ سي ار) ترمخه پاکستان کې څوارلسو لکو پورې رجسترډ افغانان میشت دي اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي چې اګست کال ۲۰۲۱م کې په کابل د طالبانو له واکمنۍ ټینګېدو راپدیخوا نزدې اووه لکو پورې نور افغانان هم پاکستان ته راغللې دي چې په دوي کې زیاته شمیره د هغه خلکو ده چې دپاکستان نه کوم بل هیواد ته تلل غواړي.

څیړونکي وایي د پاکستان دحکومت لخوا دافغانانو د ویستلو د فیصلې تر شا ډیرې خبرې کیدای شي چې یو پکې پاکستان کې زیاتیدونکې ترهه ګري ده چې پاکستان د هغې تور په افغانستان لګوي خو افغانستان مدام دا تورونه رد کړي دي.