ایچ آر سي پي بلوچستان کې په عملیاتو پیلېدو اندېښنه ښکاره کړې او وایي شخړه دې په خبرو حل شي

د پاکستان د بشري‌ حقونو کمیشن ایچ آر سي پي د مرکزي حکومت له خوا په بلوچستان کې د وسلوالو په ضد د پوځي عملیاتو د پیلېدو پر اعلان اندېښنه ښکاره کړې او وایي دا ډول اقدامات پخوا هم شوي خو یواځې د خلکو د بې باورۍ د زیاتېدو سبب شوي دي.

ځینې څېړونکي وايي د پاکستان په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو پیلولو بنيادي سبب د چين اندېښنې ختمول او د بېجينګ اعتماد ګټل دي.

ایچ آر سي پي د نومبر په 20مه په خپل یو بیان کې ویلي، "موږ په ژوره توګه اندیښمن یو" چې حکومت په بلوچستان کې د ستونځې د حل لپاره د زیات قوي پوځي ځواک د کارولو په اړه فکر کوي:

"ایچ آر سي پي په کلکه باور لري چې په بلوچستان کې روان بغاوت او تشدد یواځې د بیړنيو، د لوړې کچې او پرېکړه کوونکو سیاسي خبرو اترو له لارې حل کېدای شي چې ټول اړوند ګوندونه پکې شامل وي".

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د نومبر په 19مه شوې د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو په ضد د پوځي عملیاتو فېصله کړې وه.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په خپل بیان کې ویلي، دا ډول عملیات په تېرو وختونو کې هم څو ځلې شوي خو وایي د مثبتو نتیجو پر ځای یواځې د ځایي خلکو تر منځ د غصې او بې باورۍ د زیاتوالي سبب شوي دي:

"په داسې اقداماتو کې د شفافیت او د ملکي [ادارو] د څارنې نشتوالی وي چې له کبله یې د بشري حقونو د شدیدو سرغړونو امکانات زیات وي. ایچ آر سي پي غوښتنه کوي چې ریاست باید په هر ډول حالاتو کې د بلوچستان د خلکو د آییني او قانوني حقونو ساتنه وکړي".

د امنیتي چارو ماهرينو د پاکستان د مرکزى حکومت لخوا په بلوچستان کې د وسلوالو ډلو خلاف د جامع او پراخه عملياتو اعلان ته په کتو ویلي، د بلوچستان دننه د بلوچ وسلوالو خلاف پوځي عملیاتو کول به اسان کار نه وي ځکه چې وایي بلوچ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو ته د ځوان او تعليم يافته بلوچ کول ملاتړ او خواخوږه تر لاسه ده.

د امنیتي چارو ماهرين وايي په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو پرضد د عملیاتو اعلان په بنيادي توګه په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د پېل کړی شوو «عزمِ استحکام» عملیاتو تسلسل دی، خو زياتوي چې په بلوچستان کې یې وجوهات جلا دي.

د امنیتي او د پاکستان چين د چارو ماهر منېب سلمان وایي، "په بلوچستان کې د عسکري عملیاتو پېلولو يو مقصد د بلوچ وسلوالو ډلو لخوا په چينايي وګړو وروستۍ حملې دي او بل سبب یې د چين اندېښنې ختمول او هغه په اعتماد کې اخستل دي".

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په چينايي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ د بريدونو لړۍ چټک شوې او په دې حملو کې پوځ، پولیسو او د ملېشه ځواک عسکرو او افسرانو ته درانه ځاني زيانونه اوښتي دي.

د اکتوبر په اوومه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نړیوال هوايي مېدان څنګ ته د چينايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي وو، چين بيا د پاکستان نه د چينايي وګړو د خوندیتوب لپاره د ټولو ضروري ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د امنیتي چارو ماهرين وايي باید په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو پرضد د عملیاتو پېل کولو وړاندې پوځ باید د استخباراتي ادارو د ناکامۍ وجوهات معلوم کړي او د اړونده چارواکو سره احتساب وکړي. څېړونکي وایي په بلوچستان کې به عملیات کول اسان نه وي.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان وایي، په تېرو کلونو کې چې په بلوچستان کې په وسلواله جګړه کې کوم بدلونونه راغلي هغې ته په کتو ویل کېږي چې عملیات به اسان کار نه وي:

"د هغې يوه وجه د بلوچ وسلوالو ډلو سره د ولس ملاتړ زيات شوی، ځوان تعليميافته کول ورسره ملګری شوی او ترهګر زياتره ښاري سيمو ته منتقل شوي او په عامه ابادۍ کې ورګډ شوي دي نو زما په خيال زياتره عمليات به د خفيه اطلاعاتو په بنياد کېږي چې له مخکې نه روان دي البته په هغې کې شدت راتللی شي".

د پاکستان د پوځ د پوځ مشر جنرل عاصم منير د نومبر پر 19مه د مرکزى اېپکس کمېټۍ غونډې ته ویلي څوک چې هم د پاکستان په امنيت کې خنډ جوړيږى او امنیتي ادارې له کاره منعې کوي، هغوی ته به د نتيجو سره مخ کېدل وي.

په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زياته شوې ده، د نومبر په 15 مه د بلوچ مېشته سيمه قلات کي وسله والو د ملېشې ځواک په پوسته بريد کې اووه عسکر وژل شوي وو، د بريد ذمه واري بلوچ لبریشن ارمي منلې وه، تر دې وړاندې د نومبر په 14 مه په زيارت کې بم چاودنه کې هم دوه پوځيان وژل شوي وو.

امریکا يو ځل بيا د پاکستان دننه د ترهګرۍ مخ په سېوا کېدونکو پېښو تشويش څرګند کړی او د خارجه وزارت وياند مېتیو میلر ویلي، د ترهګرو خلاف د پاکستاني ملکي او پوځي صلاحیت زیاتولو په اړه یې له اسلام اباد سره شراکت داري جاري ده.

یادونه:- په رپوټ کې زیاته برخه د ډیوه د خبریال ارشد حسېن ده.