د صدر ټرمپ په انتخابي جلسه کې شوی برید په عکسونو کې

د امریکا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ او د ریپبلکن ګوند د راتلونکي صدارتي ټاکنو کاندید ډانلډ ټرمپ په بټلر کې د جلسې میدان ته رسېدلی.

په جلسه کې د ډزو وروسته د ریپبلکن ګوند صدارتي‌کاندید او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د خفیه ادارو کارکونکو پټ کړی.
 

کله چې د ډانلډ ټرمپ د وینا په وخت ډزې وشوې نو د پولیسو لخوا ځوابي ډزې هم شوي. 

د امریکا د خفیه ادارو کارکونکو د ډزو وروسته په سټیج یا تالار موجود صدر ټرمپ ته ځانونه رسولي او هغه یې خوندي کړی.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د خفیه ادارو کارکونکو د سټېج نه لاندې کوز کړی.

په دغه مهال ډانلډ ټرمپ خپل ښی لاس خلکو ته اوچت کړی.

Trump

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ امنیت ساتونکو په ګیره کې ګاډي ته رسولی.

د ټرمپ د وړلو وروسته په جلسه کې موجودو د هغه پلویانو یو بل له غاړې ورکړي.

امنیت ساتونکي د جلسې په ځاې کې راغونډ شوي.
 

د پېښې وروسته د جلسې ځاې خالي کړل شوی او په مېدان کې ځاې پر ځاې د اوبو بوتلې او نور سامانونه لیدل کیږي.

د دغه پېښې وروسته د امریکا صدر جو باېډن په ډېلیور کې لنډه شان وینا کړې.