دپښتو زاړه یا کلاسیک فلمونه د خپل معیار له امله نن هم ددې جوګه دي چې خلک یې وګوري اؤ خوند ترې واخلي، دغه ساده فلمونه به دخپل کلتور عکاس وؤ اؤ هر چا به د خپلې کورنۍ سره ښه ډاډه کتلی شول، ددغو زړو فلمونو ، کیسې، مکالمې، سندرې اؤ کردارونه به دومره اغیزمن وؤ چې تر مودو مودو به خلکو ته په یاد پاتې کیدل
هڅې خو اکثره ماشومانو ته په سکولونو او کور کې د استاذانو او مشرانو لخوا د ښه لیکلو وینا بیا بیا کیږي. خو ډیر کم خلک به د دې نه خبر وي چې خوشخطي (خطاطي یا کېلي ګرافي) پخپله یو هنر یا ارټ هم دی.
دخېبرپښتونخوا مردان سيمه کې دډسټرکټ اينډ سيشن کورټ سره نزدې يو ځانمرګي بريد اؤ دپېښور په کرسچن کالونۍ کې يو بل ترهه ګريز بريد کې دپوليسو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي او خواوشا٥١ نور ژوبل شوي دي.
د مالي په سر ښار بماکو کې د جمعې په ورځ د داعش تندروه ډلی وسله والو لخوایرغمل شوي کسانو کې ۸۰ کسان لا هم په هوټل کې اینښتي دي. د جمعې په ورځ سحر وختي په ریډیسن بلو هوټل کې وسله والو نژدی ۱۷۰ کسان یرغمل کړي وو. چې پکې ۳ وژل شوي هم دي.
د نهې په ورځ په پيښور کې په يو سکول ترهگريز بريد کې د ١٣٠ څخه زيات ماشومان مړۀ شوي اؤ د دوؤ سوؤ نه زيات نور ژوبل شوي دي
دپاکستان اؤ افغانستان د اولسونو غير حکومتي سازمان پاک افغان اولسي تړون تيره ورځ د پښتون افغان کلتور ورځ په نړيواله توگه نمانځلې ، په دغه لړکې د افغانستان سمسوره سيمه پغمان کې يو سيمينار اؤ کلتوري نندارتون هم جوړ کړل شوى ؤ چې په دې عکسونو کې يې تاسو ننداره کولى شئ
د کلي ژوند کۀ ډير ساده وي خو د سکون،ارام اؤ خوږو ډک وي ،دکلي ارمان هله بنده له ورشي کله چې دخپل کلي نه مسافرشي. دښار دتيز رفتاره مشيني ژوند دننه کۀ اسانۍ ډيرې وي خو هربنده يې دومره په منډه کړى وي چې په دغه منډه کې يې زړگى ستړى ستړى وي اؤ غواړي چې کله به دمه اؤ سکون اومومي. اکثر خلک چې دکلو څخه ښاريو کې ژوند اختيار کړي نو د ژوند په يو ډگر ارومرو ارمان کوي چې کاش بيايې يو ځل دخپل کلي ساده باده دسکون ډک ژوند نصيب شي. دغه کليوال ژوند دهر قسمه مکر،فريب،دوکو اؤ دوه رنگۍ څخه داسې پاک وي لکه دښارونو په پرتله چې کلي د دوړو،شور اؤ لوگو څخه پاک وي. ديو بل په درد درديدل،گډه غم ښادي،دسختې په وخت يو بل له لاس ورکول د کليوال ژوند خاصه گڼل کيږي. دښار خلک کۀ د ژوند د ډيرو ضرورتونو اؤخواهشاتو پوره کولو دپاره شپه ورځ ناقراره اؤ په منډه وي نو د کلي خلک خپل محدود خواهشات هيڅ کله ناقرارتيا ته نۀ ورکوي. د ورځې په پټو کې کرکرونده،مال له گياه کول اؤ دشپې حجرې ته راټوليدل دکليوال ژوند هاغه عکس دى چې دخپل کلي نه د بې کوره شوؤ مسافرو په سترگو کې لکه د خوب غړيږي. دکليوال ژوند دغه خوارۀ وارۀ رنگونه په دې عکسونو کې ليدلى شئ
د پاکستان قباېلي سېمې شمالي وزیرستان نه د پوځي عملیاتو له وجې بې کوره شوي کډوال په بنو کې د خوراک د تقسېم مرکز کې د راشن ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ناست دي
نور کتل