د انساني حقونو نړیواله ورځ، نړیوالې ادارې په دې لړ کې د پاکستان صورتحال د تشویش وړ بولي

مامورینو منلي چې د انساني حقونو فعال ادرس خټک د حکومت به ولکه کې دی او الزام پرې لګول شوی چپ په مبینه توګه یې د حکومت معلومات افشا کړي

د ډسمبر د میاشت ۱۰ نېټه د انساني حقونو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېیږي. د سږ کال د ورځې عنوان د کرونا وایرس په مناسبت د د وایرس د مخنیوي او د وبا نه وروسته د بیا رغونې سره تړلی دی.

د انساني حقونو د نړیوالې ورځ په موقع ملګرو ملتونو وویل نړۍ ته پکار دي چې د کرونا وایرس نه وروسته د ټولو دپاره د بیا رغونې برابر موقع پېدا کړی شي او کومې نېمګړتیاوې او کمزورۍ چې د وبا له امله مخې ته راغلي دي د دې مخنیوي وکړی شي.

ملګرو ملتونو د انساني حقونو نو نړیوالې ورځ په مناست په خپل عمومي پېغام کې وول په نړیوالو غږ کوي چې د انساني حقونو دپاره دې ودرېږي.

په پاکستان کې د انساني حقونو صورتحال

د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې د انساني حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د انساني حقونو فعالان په پاکستان کې د انساني حقونو صورتحال د تشویش وړ بلي او امریکې په پاکستان، سعودي عرب او چين تر څنګ په یو شمېر نورو ملکونو کې د مذهبي اقلیتونو دپاره حالات د تشویش وړ بللي دي او ویلي یې دي چې په دغو هېوادونو کې په منظمه توګه د مذهبي ازاديو سرغړونې کيږي.

په دې اړه د امریکې خارخه وزیر مایک پامپېیو وویل امریکا د مذهبي ازادۍ په اړه په خپله ژمنه کلکه ولاړه ده، او هيڅ يو هېواد يا ادارې ته به اجازه ور نه کړي چې د عقيدې په بنياد د خلکو په ځورولو امریکا غلې پاتې شي.

هغه زياته کړې د امریکې دغه کلنی دريځ څرګندوي چې چرته هم په مذهبي ازادۍ برید کيږي دوی به يې پرضد ګام پورته کوي.

په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ په اړه د حکومت دریځ

د پاکستان خارجه وزارت په ملک کې د اقلیتونو په اړه امریکايي رپورټ رد کړو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ په بیان کې وویل دغه ارزونه "په بشپړه توګه د مځکنیو حقایقو خلاف ده" او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د مذهبي ازادیو د ارزونې بهیر پر اعتبار یې شک څرګند کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري لیکلي "پاکستاني ټولنه د ګڼو مذهبونو او ګڼو فکرونو ټولنه ده چې د بین المذهبي همږغۍ روایت لري. زموږ په آیین، قوانینو، پالیسۍ او انتظامي چارو کې د مذهبي ازادۍ او د اقلیتونو د خوندیتوب ضمانت ورکړل شوی دی".

د امریکې د مذهبي ازاديو نړيوال کمېشن په خپل کلني رپورټ کې ویلي په کال 2019م کې هم په پاکستان کې د مذهبي ازاديو حال منفي وو.

د کمېشن په رپورټ کې ویل شوي په منظمه توګه په زوره د سپکاوي تورونه پورې کول، د احمديانو پرضد قانون، او د هندوانو، عيسايانو او سيکهانو په زوره د مذهب د بدلولو په پېښو کې حکومتي واکمن پاتې راغلي چې د دې مخه يې نيولی وی. او دغه رنګ د مذهب او عقيدي په ازادۍ هم سخت بندېزونه وو.

په پاکستان د رای د ازادۍ صورتحال

د امریکې ترڅنګ د پاکستان د بشري حقونو تنظیم په ملک کې د مذهب د سپکاوي په زیاتېدونکو پېښو اندېښنه ښودلې وه. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل رپورټ کې ویلي ؤ، په هیواد کې د مذهب د سپکاوي کېسونهسېوا شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه په یادو کېسونو کې د فرقه ايزو ډلو، مذهبي لږکيو او په ځانګړي توګه د شیعه مسلک غړو پرضد قضیې درج شوي چې په هیواد کې فرقه ایزې شخړې سېوا کولی شي.

عمران خان وايي په پاکستان کې مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیات ازاد دي

د حکومتي مامورینو او خپله د وزیراعظم عمران خان د دې خبرو باوجود چې په پاکستان کې مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري، د رای د ازادۍ دپاره کارکوونکي او د خبریالانو د تحفظ ادارې په پاکستان کې د فکر د اظهار په صورتحال هم تشویش څرګندوي.

فعالان وايي په پاکستان کې په مطبوعاتو او په سوشل میډیا هم قدغنونه زیات شوي دي او په ملک کې داسې نوي قوانین پرځای کړی شوي چې له امله د رای ازادي محددوه شوي ده.

د ميډيا ازادۍ لپاره کارکونکې هارون بلوچ وايي په پاکستان کې چې په روستي وختونو کې کوم قوانين منطور شوي دي ور سره د رای د اظهار ازادۍ ته زيان اوختی دی۔

د پاکستان د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق څوورځې وړاندې الجزيره ټي وي ته د ټولنيزو رسنيو نوي قوانيو په اړه ويلي وو دوی د اظهار رای د ازادۍ پرضد نه دي خو د رياست خلاف، کرکه او فحاشي خورونکي موادو خپورولو اجازه به هيڅ کله هم ورنکړي۔

سیاسي فعالان او د بې درکه کسانو مسله

د مطبوعاتو تر څنګ سیاسي فعالان، د حکومت، پوځ او د امنیتي ادارو د تګلارو ناقدین هم وايي ریاست یې د سوچ د اظهار دپاره زغم نلري.

د پښتون ژغورني غورځنګ یا پي ټي اېم فعالان په قبايلي سیمو کې د امنیت او د بې درکه کسانو په صورتحال تشویش څرګندوي او غوښتنه کوي چې کوم کسان امنیتي ادارېو نیولي عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین

پوځ او د حکومتي مامورینو په پي ټي اېم د ملک د مفادو په ضد او د بهرنو هېوادونو دپاره د کار الزامات لګولي دي.

په بې درکه کسانو کې د انساني حقونو فعال ادریس خټک هم شامل دی چې کور ته در سفر په مهال ونیول شو.

د ادریس خټګ قېصه:

یو کم شپیته کلن د بشري حقونو مبارز او سیاسي فعال ادریس خټک تیر کال په دیارلسم نومبر ډرایور سره د اسلام آباد نه خپل کلي شیدو ته په موټروی روان و چې نامعلومه تنانو سره د ډرایوره ځان سره بوتلو.

درې ورځې پس ډرایور خوشی کړی شو خو ادریس هم هاغه شان بې درکه و.

د ادریس خټک کورنۍ پیښور هایي کورټ کې د بې درکۍ درخواست داخل کړو او د څو اوریدنو نه وروسته صوبایي او وفاقي حکومتونو اوه میاشتي پس د سږ کال په ۱۶م جون هايي کورټ کې ومنله چې ادریس د دوي په ولقه کې دی او په د آفیشل سیکرټ ایکټ ۱۹۲۳م لاندې یعنی د خفیه معلوماتو د افشا کولو قانون دلاندې پرې په فوځي عدالت کې مقدمه روانه ده.

ادرس خټک

د ادریس خټک وکیل او د پیښور هايي کورټ بار ایسوسي ایشن صدر خالد انور ایډوکیټ وایس آف امریکا ډیوه ته د دغې قضیې به حقله وایي، کله چې حکومت ومنله نو دوی هایي کورټ کې بل درخواست جمع کړو چې د یو ملکي تن خلاف فوځي عدالت کې مقدمه نشي چلیدی او دا دې سول عدالت ته انتقال کړی شي.

خالد انور وایي د هایي کورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سیټ د مرګ نه وړاندې د دوی به حق کې حکم امتناعي جاري کړی و او اوس فوځي عدالت کې د قضیې اوریدنه اودرول شوې ده.

خالد انور ایډیوکیټ وایي په ادریس خټک اوه تورونه لګول شوي دي چې ده د ریاست خفیه معلومات بل چا سره شریک کړي.

: مایکل سیمسن نومې یو تن دی چې اسلام آباد کې خپل کور او فارم هاوس لري، دوبۍ کې هم کاروبار کوي او نړیوالو مطبوعاتو سره تعلق لري. ادریس خټک دغې تن سره د خپل کمپیوټر نه داسې خبرونه شریک کړي وو کوم چې وړاندې نه په ټي وي چینلونو خپاره شوي او آيي ایس پي آر جاري کړي وو او دې کې هیڅ خفیه معلومات نه وو:

خالد انور ایډوکیټ وایي لا تر دې دمه عدالت کې د قضیې اوریدنه نه ده پیل شوې خو هغه د ادریس سره یو ملاقات شوی دی. هغه په صحت روغ دی او د هغه د وینا تر مخې ورسره کوم زور زیاتی نه دی شوی.

بل پلو ته د ادریس خټک سیاسي ملګری قیصرخان وايي ادریس د ریاست په ضد داسې کوم ګام نه دی پورته کړی او که چېرې داسې وي نو پکار ده چې حکومت یې ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي.

د ادریس خټک فعالیتونه

د هیومن رایټس واچ او ملکي او خارجي د بشري حقونو تنظیمونو سره یې کار کړی دی. بشریاتو کې یې لوړې زده کړې کړې او د نیشنل پارټي سکتر هم وو. هغه هیڅ داسې کوم جرم نه دی کړی او د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت زه ټولو ته خواست کوم که هغه جرم کړی وي نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي :

قیصر خان وایي دې دیارلسو میاشتو کې صرف د هغه لور او وکیل هغه سره یو ځل لیدل کړي دي، نور د هغه سیاسي ملګري هغه سره ملاقات نشي کولی.

دا په داسې مهال ده چې د بې درکه کړی شوو کسانو د لټون لپاره جوړ کړی شوي کمیسون د روان کال ستمبر کې خپرو شوو شمیرو کې ویلي چې کمیسون ته د مارچ ۲۰۱۱م نه تر دې دمه ۶۷۵۲ کیسونه راغلي چې پکې ۴۶۴۲ یې هوار کړي او ۲۱۱۰ اوس هم پاتې دي.

خو پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونه دریځ لري چې د بې درکه تنانو شمیرې ددې نه هم جګې دي ځکه چې یو شمیر خلقو کمیسون سره د خپلو بې درکه کړی شوو خپلوانو معلومات نه دي شریک کړي.