په ایران کې د بشري حقونو سرغړونې په زیاتېدو دي: یوه میاشت کې 133 تنه زندۍ شوي

د بشري حقوقو یوه تنظیم په ایران کې د مرګ د سزاګانو په اړه رپوټ کې ویلي، د اکتوبر له وروستیو لسو ورځو بیا د نومبر تر 21مې پورې په دې هېواد کې لږ تر لږه 133 کسان زندۍ شوي چې وایي یو تن ته ښکاره د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

رپوټ وایي‌ له دې سره سره 24 نورو کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي او په دې موده کې عدالتونو اووه نورې د مرګ سزاګانې تایید کړې دي.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو ډلې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله رسنۍ «هرانا» باندې په یوه تفصیلي رپوټ کې په ایران کې د بشري حقونو په برخه کې د "سنګینو چېلنجونو" په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دې رپوټ له مخې، په ایران کې د روان کال د اکتوبر له 23مې د نومبر تر 21مې پورې د بشري حقونو د سرغړونو حالت "اندېښمنوونکي منظر" درلود. په رپوټ کې راغلي چې په دې دوه میاشتنۍ موده کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې شوې دي.

رپوټ وایي عیني‌ شاهدانو ورته ویلي چې له ټاکلي عدالتي عمل پرته د مرګ سزاګانې، د اظهار د ازادۍ تر پښو لاندې کولو، خپلسره نیولو، د تعلیم له حقه د سرغړونې، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ځانوژنې، د ښځو خلاف د کورني او د غیرت په نوم د تشدد پېښې یې لیدلې دي.

وایي‌ په ایران کې یې د کارګرانو له حقونو د سرغړونې او د امنیتي ځواکونو له خوا یې له حده زیات له زوره د کار اخیستو پېښې لیدلې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ یو قرارداد منظور کړ چې پکې یې پر ایران باندې د بشري حقونو د سرغړونو د ریکارډ له امله نیوکه کړې وه.

په منظور شوي قرارداد کې ویل شوي چې په ایران کې د مرګ د سزاګانو د زیاتوالي په ګډون له نړیوالو ذمه واریو سرغړونې کېږي او له تورونو سره مخ کسانو ته د جبري اقرار په بنیادي د مرګ سزاګانې اورول کېږي.

د ایران د بشري‌ حقونو د فعالانو «هرانا» په رپوټ کې د ایران د دغو سرغړونو د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره پر دې اړتیا ټینګار شوی چې باید بیړني او اغېزمن نړیوال او کورني اقدامات واخیستل شي:

"د پوځي او عدالتي تشدد پېښو په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو خلاف سرغړونو د هغو ژمنو په اړه ژورې اندېښنې راپورته کوي چې اایران یې د نړیوالو بشري حقونو د پر ځای کولو لپاره کوي".

د ایران او جرمني دواړو شهریت لرونکي جمشید شارمهد په د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې "پر مځکه د فساد" په تور زندۍ کړل شو،

له جمشید شارمهد پرته میلاد آرمون، علي رضا کفايي، امیر محمد خوش اقبال، نوید نجران، حسین نعمتي او علي رضا برمرز پورنیک ته هم د مرګ سزاګانې واورول شوې.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د مرګ د دغو سزاګانو غندنه کړې او په ټینګار یې ویلي، ایران په ټولنه کې د ویرې پیدا لپاره د مرګ له سزا کار اخلي.

یادونه:- د رپوټ اکثره معلومات له وي او اې فارسي اخیستل شوي دي.