اسلام اباد هايي کورټ د بې درکه کسانو په اړه د عدالتي احکاماتو په نه عملي کېدو ناخوښي څرګنده کړې

د بشري حقونو تنظيمونه او عدالتونه د خلکو جبري اوچتولو پيښو په سر پوځي استخباراتي ادارو پله ګوتى اوچتوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي

اسلام اباد هایکوټ د بې درکه تنانو د لټون په اړه په عدالتي احکامات د عمل نه کېدو په اړه ناخوشي څرګنده کړې ده او د عدالت مشر جج اطهر من الله ویلي وزير اعظم او رياستي ادارو د عدالتي حکم د نه منلو ذمه وار دي او که چېرې دوی بې وسه دي نو ښکاره دې کړي چې بیا عدالت د چا په ضد اقدامات وکړي.

د بى درکه خبريال مدثر نارو مقدمه د اورېدلو په وخت جسټس اطهر من الله وويل حکومت د عدالت په احکاماتو عمل کوولو کې ناکامه شوى دى.

د حکومتي وکیل دريځ و چې د بې درکه تنانو په اړه حکومت د مرکزي وزيرانو کمېټي جوړه کړې خو جسټس اطهرمن الله تکرار کړه چې عدالت د مدثر نارو او د نورو بې درکه تنانو عدالت ته د حاضرولو حکم جاري کړى و او په عمل پې ولى نه دى شوى؟

جسټس اطهر من الله پوښتنه وکړه چې د وزيرانو کمېټۍ تر اوسه څو مره ناستې کړې دي؟

خبريال مدثر نارو چې د کال ٢٠١٨ راهڅسى ورک دى او عام تاثر دى چې د پاکستان د پوځي ايسټيبليشمنټ په تګلارو د نيوکو په سر هغه په جبري ډول اوچت کړى شوى دى.

حکومتي وکیل هايکوټ ته وویل حکومتي کميټي به د مدثر نارو د لټون په اړه استخباراتي ادارو سره تماس ونيسي او رپورټ به د مقدمې په قضي اورونه کې عدالت ته وړاندې کړي.

د اورېدنې په وخت جسټس اطهر من الله د بې درکه تنانو په مقدمه کې د عدالت معاون ټاکل شوي د بشري حقونو فعالې او د ډيفينس آف هيومن رايټس نومى تنظيم مشرې آمنه مسعود په سپارښتنو د عمل په نه کېدو تشویش څرګند کړو او د کورنيو چارو وزارت چارواکو نه یې په دې اړه سپيناوى وغوښتلو.

آمنه مسعود پاکستان کې د خلکو جبري اوچتولو پيښو د مخنيوي لپاره دا واقعات د سزا وړ جرم ګرځولو ، په دې اړه حقيقت او پخلاينه کميشن د جوړښت د متاثره کورنيو سره مالي مرستو او د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن د ختمولو سپارښتنى کړى دي.

وي اواى ډيوه سره خبرو کې آمنه مسعود وويل هغې جسټس اطهر من الله ته دا مشوره هم ورکړه چې عدالتي احکامات عملي کولو په ترڅ کې دى وزير اعظم شهباز شريف او د دفاع وزير عدالت ته راوبلي.

د خواست کوونکو وکيل دا تور هم لګولى چې د پوځي عدالتونو په اړه قانون معياد پاى ته د رسېدو باوجود يو شمېر بې درکه تنانو ته د جیلونو کې سزا ورکړى شوى او بيا د دوي کورني خبر کړى شوى دي.

د بشري حقونو تنظيمونه او عدالتونه د خلکو جبري اوچتولو پيښو په سر پوځي استخباراتي ادارو پله ګوتى اوچتوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي.

د بې درکه خلکو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن د ٦،٤٥٨ تنانو د لټون خو اوس هم ٢،٢٣٨ د بې درکه کيدو پخلى کوي
کميشن دا هم نه ښايي خوشى کړى شوى تنان د چا په ولقه کې وو او د دوي په ضد څه اقدامات شوي دي.