د عمران خان وزیرستان ته دوره: منتخب غړي محسن داوړ او علي وزير ورسره ولې نه وو؟

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جگړه ځپلې سيمې شمالي وزیرستان ته په سفر کې د سیمي د قامي اسمبلۍ دوه متخب غړي علي وزير او محسن دواړ د هغه سره ملگري نه وو.

علي وزير او محسن داوړ وي او ای ډیوه ته په ځان ځانله مرکو کې ويلي دي چې وزیراعظم عمران خان ته د سيمې د سفر بلنه دويي ورکړې وه خو چې کله وزیراعظم سيمې ته تللو نو د دويي سره یې صلاح نه وه کړې.

د جنوبي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ منتخب غړي علي وزير وویل:

"مونږ د دورې داسې دعوت نه وو ورکړې چې دی(عمران خان) نن د ارمي چيف د سیوري لاندې راغلو"

هغه وویل پکار وه چې د وزیراعظم سره د پوځي جرنیلانو په ځای د سيمې منتخب غړي څنگ په څنگ ولاړ وی.

نور تفصیل په لانديني لينک اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

مونږ د دورې داسې دعوت نه وو ورکړې چې دی(عمران خان) نن د ارمي چيف د سیوري لاندې راغلو: علي وزير

د شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ منتخب غړي محسن داوړ وویل چې د عمران خان مننه کوي چې د سیمې سفر یې وکړو خو د محسن په قول تسلي به یې هله وشي چې ددې سفر څه کوټلی نتيجې هم را ووځي.

هغه وویل په سیمه کې د پرمختگ کارونه هم ضروري دي خو غټه مسله د امن په ځای کول دي:

"جنگ چې تر څو نه وي ختم، تر هغې زمونږ د چا نه څه تمه نشته"

د محسن دواړ تفصيلي خبرې په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

جنگ چې تر څو نه وي ختم، تر هغې زمونږ د چا نه څه تمه نشته: محسن داوړ