عدالت دترهګرۍ مقدمه کې دعمران خان ضمانت تر ۱۲ ستمبر وغځولو

د زیارت په ورځ د اسلام اباد دځايي عدالت لخوا عمران خان باندې د ترهګرۍ د دفعو لګولو پسر انديښنو ته ځواب کې حکومتي وکيل دريځ خپل کړى چې د وخت په راتلو سره به هغه په دى اړه عدالت مطمينه کړي

داسلام اباد ځايي عدالت د ترهګرۍ په مقدمه کې دپاکستان دپخواني وزيراعظم عمران خان دضمانت معياد د ستمبر تر ١٢مې نيټې غځولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند او د وکيلانو د تنظيمونو مشران د اسلام اباد هايکورټ لخوا د عدالت دسپکاوي مقدمه کې پخواني وزير اعظم عمران خان ته د بل ځواب ورکولو لپاره د يوې اوونۍ دمهلت ورکولو په پريکړه ټکونه کوي اؤ دا د انصاف په ضد عمل او د عمران خان سره نرمي ګرځوي.

د زیارت په ورځ د اسلام اباد دځايي عدالت لخوا عمران خان باندې د ترهګرۍ د دفعو لګولو پسر انديښنو ته ځواب کې حکومتي وکيل دريځ خپل کړى چې د وخت په راتلو سره به هغه په دى اړه عدالت مطمينه کړي.

پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دامهال دترهګرۍ دمقدمې ترڅنګ د اسلام اباد ښځينه قاضي زيبا چودهري او پوليس چارواکو ته د دړکو ورکولو پسر د عدالت د سپکاوي کارروایۍ سره هم مخ دى.

دعمران خان لخوا د بخښنې نه د انکار باجود تيره ورځ اسلام اباد هايکوټ دعدالت د سپکاوي د کارروايۍ مخ په وړاندې د بوتلو پځاي پخواني وزير اعظم ته د بل ځواب جمع کولو لپاره د يوې اوونۍ نور مهلت ورکړى دى.

دې ته غبرګون کې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز ويلي يو ځل بيا ثابته شوه چې عدالتونه د مسلم ليګ نواز سره يو او د تحريک انصاف سره بل رقم چلند کوي.

مرېم نواز ټويټ کړى چې د عمران خان پځاي زيبا چوهدري ته بخښنه غوښتل پکار دي چې هغې ولې په ملکي قانون عمل کړى دى او د تحريک انصاف په ضد ېې فيصله ورکړې ده.

هم د مسلم ليګ نواز ګوند د قانون مرکزي وزير ښاغلي اعظم نذير تارړ داسلام اباد هايکورټ پرېکړه د انصاف په ضد ګرځولې او تور یې لګولى چې عدالت د عمران خان سره د نرمى نه کار اخلي.

اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت دقانون وزیر وويل وړاندې عدلييه د دوي د ګوند يو شمير مشران دعدالت د سپکاوي په تور نااهله کړي خو اوس د عمران خان په معامله عدالت د کارروایۍ نه ډډه کوي.

د هيواد په کچه د وکيلانو دتنظيم پاکستان بار کونسل مشر حفيظ الرحمان هم د هايکورټ په پريکړه انديښنې لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د اعلا عدالتونو قاضيان د تحريک انصاف د سوشل ميډيا د کمپاين نه ويره کې دي او د حفيظ الرحمان په خبره داسې ښکاري چې هايکوټ هم غواړي د سپکاوي کارروايي مخکې د بوتلو پځاي په څه ډول ختمه کړي.

نوموړي زياته کړه که هايکورټ د کارروایۍ توان نه لرلو نو بيا عمران خان ته ېې نوټس ولې جاري کولو ؟

هغه وایي اوس هايکورټ ته پکار دي چې خپل بى پلوه کردار پځاي ساتلو لپاره که عمران خان معافي نه غواړي نو د هغه خلاف دې سخته کارروايي وکړي.

بل اړخ ته د تحريک انصاف وياند فواد چوهدري ويلي عمران خان د پاکستان تر ټولو ستر او مشهور ليډر دى او د چوهدري په خبره دا توان يو تن هم نه لري جې عمران خان ته سزا واوروي.

د ېو شخصي ټي وي سره خبرو کې چوهدري زياته کړې د عمران خان په ضد د قانوني کارروايۍ پځاي عدالتونو ته خپلو لانجمنو پريکړو ته پاملرنه پکار ده.

له دې وړاندې هم اسلام اباد هايکورټ د حکومتي ادارې پيمرا لخوا په شخصي ټې وي چینل د عمران خان دتقرير خپرولو پسر د بنديز حکم ځندولى و.

بل اړخ ته سپريم کورټ داحتساب قانون کې دمرکزي حکومت لخوا دشوي بدلون په ضد دعمران خواست د اوریدنې لپاره منظور کړی اؤ په دې اړوند یې حکومت ته نوټس هم جاري کړی دی .