د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د یوکرېن صدر سره ملاقات کړی

ټرمپ سره د زېلېنسکي ملاقات اهم و ځګه چې هغه دا خبره یقیني کول غواړي چې د نومبر په میاشت کې د امریکې صدارتي انتخاب که څوک هم وکړي خو چې واشنګټن د کییف ملاتړ دوامداره وساتي

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د یوکرېن صدر ولادېمېر زېلېنسکي سره د جمعې په ورځ‌ په نیویارک کې ولیدل او لوظ یې وکړو چې که بیا صدر منتخت شو نو په داسې معاهده کار کولی شي چې دواړو فریقېنو به ښه وي او د روس او د یوکرېن جنګ به ختم کړی شي.

د وي او ای د یوې پوښتنې په جواب کې د ریپبلېکن پارټۍ صدارتي امیدوار دا دعوه تکرار کړه چې هغه به په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل نه شروع شوی جنګ زر ختم کړی شي.

ټرمپ وویل هغه د زېلېنسکي او د روس صدر ولادېمير پوټن سره ښه تعلقات لري او که چېرې "مونږ (صدارتي انتخاب) وګټوو نو زه فکر کوم چې مونږ دا ډېر زر حل کولی شوو."

ټرمپ سره د زېلېنسکي ملاقات اهم و ځګه چې هغه دا خبره یقیني کول غواړي چې د نومبر په میاشت کې د امریکې صدارتي انتخاب که څوک هم وکړي خو چې واشنګټن د کییف ملاتړ دوامداره وساتي.

زېلېنسکي چې د ټرمپ ترڅنګ ولاړ و، ویې وېل "مونږ مشترکه نظر لوو چې پکار ده چې یوکرېن کې جنګ ودرول شي او دا چې روس یې نه شي ګټلی."

زېلېنسکي منلې ده چې د نومبر د صدارتي انتخاب نه مخکې هغه د روس نه جنګ نه شي ګټلی. هغه زیاته کړه چې د نومبر نه وروسته به ګوري خو هغه د امریکې په امداد انحصار کوي او هم ځکه يې د دواړو صدارتي امیدوارانو سره ملاقاتونه وکړل.

د نومبر په پينځمه نېټه کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ټرمپ مقابله د نایب صدر او د ډېموکرېټېک پارټۍ نامزد اميدوارې کاملا هېرېس سره ده.

زېلېنسکي په واشنګټن کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ امریکې موجوده صدر جوبایډن او د هېرېس سره د جدا جدا ملاقاتونه وکړل.

د ټرمپ برعکس چې غواړي کییف دې د ماسکو سره معاهده وکړی، هېرېس وايي دا فېصله به یوکرېن کوي چې جنګ څنګه ختم کړي.
هېرېس وویل د یوکرېن ملاتړ به دوامداره ساتي او به دې لړ کې به کار کوي چې یوکرېن غلبه ترلاسه کړي.

د چا نوم د اخیستلو بغېر هېرېس په ټرمپ تنقید وکړو چې په یوکرېن غږ کوي چې جنګ د ختمولو دپاره دې روس ته خپله څه علاقه پرېږدي. هغې د نایب صدارت دپاره د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار جی ډي وېنس د تجوزیر ذکر وکړو چې ترمخه به یې روس سره د یوکرېن د معاهدې په نتیجه کې د یوکرېن ځمکه کمه شي او د مغربي ملکونو سره داتحاد لاره به هم ورسره نه وي.

په یوه وروستۍ مرکه کې وېنس دا تجویز وړاندې کړی روس او یوکرېن دې جنګ ودروي او د محاذ په موجود کرښو دې خپل منځ کې غېر پوځي علاقه قایمه کړي. یوکرېن دې غېر جانبداره وسي او د مغربي ملکونو په پوځي‌ اتحاد کې د شاملېدو کوښښونو نه دې لاس په سر شي.

هېرېس وویل د صدر پوټن په شان تجویزونه دي او د امن دپاره نه دي. "دا تجویزونه د تسلیمېدو دپاره دي، چې خطرناک او د نه قبولولو دي."

ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل دا تسلیمېدل نه دي بلکې دا ژوندونه د بچ کولو دپاره د هغه تګلاره ده.

د ټرمپ او د زېلېنسکي ترمنځ تاوتریخوالی موجود دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په نارت کېرولاینا ریاست کې انتخابي جلسې ته تقریر کې ټرمپ په زېلېنسکي تنقید وکړو چې د هغه په اړه بدې خبرې کړي دي. داسې ښکاریده چې ټرمپ په نیویارکر مجله کې چاپ شوي د زېلېنسکي د هغه خبرو ذکر کولو چې د یوکرېن صدر په کې وايي ټرمپ فکر کوي چې هغه پوهېږي چې جنګ څنګه ختم کړي خو په حقیقت کې هغه ته هېڅ نه ده معلومه چې څنګه دا جنګ ختم کړي.

د ټرمپ زېلېنسکي او د صدر بایډن حکومت د یوکرېن جنګ د اوږدېدو ذمه وار وبلل. هغه وویل دا جنګ ځکه وغځېدو چې بایډن او کاملا یوکرېن ته څومره ګوله بارود او پېسې ورکړي دي بل یو ملک هم نه دي ورکړی.

د ټرمپ دلیل دی چې په یوکرېن د یرغل نه مخکې پکار ده چې زېلېنسکي روس ته څه رعایتونه ورکړی وی، اوس یوکرېن په "کنډر" کې بدل شوی او په داسې حال کې نه دی جنګ د ختمولو دپاره د مذاکرات وکړي.