هندوستان د مېرمنو دپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی، رویټرز

رپورټ وايي هندوستان د مېرمنو دپاره تر ټولو خطرناک هېواد ونومولی شو. څلور کاله وړاندې په دغه رنگ نظر پوښتنه کې هندوستان په څلورمه درجه و

د ښځو سره د زور زياتي په لړ کې هندوستان د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په فهرست کې په لومړۍ درجه، افغانستان په دویمه او پاکستان په شپږمه درجه ښودل شوي دي.

د تهامسن رویټرز فاؤنډېشن نومې ادارې ویلي په کال ٢٠١٨ کې یې د نړۍ په ١٩٣ هېوادونو کې د مېرمنو د وضیعت په اړه د ۵۵۰ ماهرينو رای اخیستلي او کتلي یې دي چې آیا په دغو ملکونو کې ښځې په جنسي توگه محفوظې دي او که ځورول کیږي؟ په اقتصادي، سماجي او سیاسي برخو کې ورته د گډون څومره موقعې ورکړی کیږي؟

رپورټ وايي هندوستان د مېرمنو دپاره تر ټولو خطرناک هېواد ونومولی شو. څلور کاله وړاندې په دغه رنگ نظر پوښتنه کې هندوستان په څلورمه درجه و.

رپورټ وايي هندوستان چې د ابادۍ په لحاظ د نړۍ دویم لوې هېواد دی د نظر پوښتنې په دریو موضوعاتو د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد وگرځول شو، یوه موضوع د مېرمنو جنسي تشدد او ویرول کېدل، هغه دودونه، قبایلي او روایتي رواجونه چې مېرمنې د خطر سره مخامخ کوي او د جنسي او استحصال او خبري مشقت دپاره د مېرمنو تښتول کېدل او د غلامۍ په رنگ حالاتو کې ساتل کېدل.

رویټرز ویلي هندي حکومت د ادارې په نظر پوښتنه د څه ویلو نه ډډه وکړه.

د تهامسن رویټر څېړنه ښايې د ښځو دپاره د خطرناکو هېوادونو په فهرست کې په هند پسې په دويمه درجه هېواد افغانستان دی چرته چې بد امني، غربت او د تعليم له کمي لکبله ښځې ځورول کیږي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز رویټرز ته وویل په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کالو راهسې روانه جګړه او د هېواد په اکثرو برخو د طالبانو ولقې د ښځو لپاره حالات خراب کړي دي.

دغه سروې په کال ۲۰۱۱م کې هم شوې وه چې افغانستان پکې په لومړۍ درجه، د افریقې کانګو هېواد پکې په دويمه او پاکستان پکې په دريمه درجه د ښځو په حواله ترټولو بد هېوادونه شمېرل شوي وو.

دغه څيړنه وايې هندوستان په نړۍ کې د ښځو په سمګلنګ يا قاچاق کې هم تر ټولو لومړی هېواد دی او دغلته د ښځو سره په زور ودونه ، دښځو سنګسارول او په ماشوموالي کې د جينکو د وژلو په ډول پېښې رامينځ ته کېږي.
د هند د ښځو او ماشومانو د ترقۍ وزارت په دغه سروې د تبصرې کولو نه ډډه کړې ده.

د تهامسن راېټرز فاؤنډېشن په دغه سروې کې د هند او افغانستان نه وروسته په دريمه درجه شام، په څلورمه صوماليه، په پينځمه سعودي عرب ، په شپږمه پاکستان، په اوومه د افريقې کانګو، په اتمه درجه يمن، په نهمه درجه نایجيريا او په لسمه درجه امریکا ودرولي دي.

څيړونکي وايي د ښځولپاره تر ټولو بدو ۱۰ هېوادونو په قطار کې د امريکا په څېر په مخ تللي هېواد د راتللو يوه وجه په امريکا کې د #METOO تحريک و چې پکې د ښځو سره د جنسي زور زياتې په ضد په سوشل مېډيا زورور کېمپېن چلېدلی و او اکثرو ښځو پکې په هغوی د جنسي تېريو قيصې کړې وې.

د۵۴۸ ماهرينو لخوا د غه څېړنه د انټرنېټ د لارې، په ټېلي فون او مخامخ تېرکال د مارچ ۲۶ مې نه تر مۍ څلورمې پورې په يورپ،افريقا، امريکا او آېشيا کې ترسره شوې چې پکې د صحت او تعليم پوهانو، د امدادي ادارو کارکونکو، او د غېر دولتي ادارو غړو او د بشري حقونو فعالينو برخه اخستې وه.