نریندر مودي عمران خان ته: که پټان یې نو پر خپلې خبرې ودریږه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن یو ځل بیا ویلي چې که هندوستان د کشمیر په پلوامه کې د خونړي برید په هکله پاکستان ته داسې معلومات په اختیار کې ورکړي چې پر اساس یې کوم اقدام وشي کړای، نو دا یې وعده ده چې فوري به یې له مخې عمل وکړي.

دا خبره عمران خان د خپل هندي سیال، نریندر مودي له پروني تبصرو وروسته وکړه. وزیر اعظم مودي چې د شنبې/خالي په ورځ یې په راجستهان کې خبرې کولې، له عمران خان څخه وغوښتل چې د یو پټان په حیث دې پر خپلې وعدې ودریږي، او د جنگ پر ځای دې له هند سره په شریکه د غریبۍ او بیسوادۍ پرضد مبارزه وکړي.

ښاغلي مودي د پاکستان په تیرو انتخاباتو کې د عمران خان له بریا وروسته ورسره ټلیفوني رابطه نیولې وه او هغه ته یې مبارکي ورکړې وه. مودي د شنبې/خالي په ورځ هغې رابطې ته په اشارې سره زیاته کړه: "ما ورته وویل ښاغلی وزیراعظم، هند او پاکستان څو ځله جنگ کړی. ستا هیواد ته یې هیڅ گټه نه ده رسولې. ولې مونږ په گډه د غریبۍ او بیسوادۍ پرضد جنگ ونه کړو؟ وزیر اعظم (عمران خان) ومنله او ماته یې ډاډ راکړ چې: (زه د یو پټان زوی یم، زه حقیقت وایم...همیشه به پر خپلو خبرو ولاړ یم.) اوس نو وخت یې رارسیدلی چې وکتل شي ښاغلی خان پر خپلو خبرو دریږي که نه؟."

د دغو خبرو په جواب کې د عمران خان دفتر د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او په هغه کې یې یوځل بیا ټینگار وکړ چې پاکستان په خطه کې د امن او ثبات غوښتوکی دی.

د بیان له مخې، عمران خان همدا راز ویلي چې نریندر مودي دې سولې ته یو چانس ورکړي.

د هندي کشمیر په پلوامه سیمه کې له وروستي خونړي برید نه پس، چې دوه اونۍ مخکې وشو او له ۴٠ زیات هندي عسکر په کې ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ زیات شوی او د دوو ایټمي طاقتونو ترمنځ د یوې بلې احتمالي جگړې خبرې رااوچتې شوي دي.

د پلوامه برید زمه واري، په پاکستان کې میشتې جیش محمد ډلې پرغاړه واخیسته. د دغې ډلې مشران په پاکستان کې اوسیږي او هند له پاکستان څخه غواړي چې د جیش محمد ډلې پرخلاف دې عملیات وکړي، خو پاکستان تر اوسه په دې برخه کې کوم رغنده گام نه دی اوچت کړی.

په همدې حال کې د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي د هند سره د وروستیو حالاتو په حواله، د پاکستان له یو شمیر پخوانیو خارجه سکرټرانو او ډیپلوماتانو سره سلا مشورې کړي دي.