جنرال روات: د هند پوځ تیار دی چې د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر ونیسي

د هند د پوځ مشر جنرل روات ويلي هندي پوځ دې ته تيار دی چې د پاکستان د ولقې لاندې کشمير هم آزاد کړي او پخپله سيمه کې يې ورګډ کړي.

نوموړي اېشيا نيوز انټر نېشنل يا ای اېن آيې سره په مرکه کې ويلي د دوي بل ګام به د پاکستان نه د کشمير خلاصول وي ، نوموړي ويلي د هند حکومت چې څه وخت هم پوځ ته امر کوي ،دوي عملي ګامونه پورته کولو ته تيار دي.

د دې نه وړاندې دغه خبره د هند و رياستي چارو وزير جتندرا سنګ هم کړې او ويلي د حکومت بله اېجنډه د پاکستان د ولقې لاندې کشمير هم په هند کې ورګډول دي نوموړي ويلي دا د ده يا د ددوي د حکومت خبره نه ده بلکه دا قانون په کال ۱۹۹۴ م کې د هند د وزيراعظم نرسهما راؤ په حکومت کې منظور شوی دی خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ويلي ،

"هندوستان د کشمير نه يو لوي ځندان جوړ کړی او زياتوي د کشمير په سرد جوهري وسلې لرونکي پاکستان اوهند ترمينځ حادثاتي جنګ کېدای شي"

د کشمير په سر د هند او پاکستان ترمينځه تاؤ تريخوالی زيات شوی او د دواړو هېوادونو حکومتونه او پوځي چارواکي وخت په وخت يو بل له ګواښونه ورکوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د اګست په ۳۰مه نېټه په ګوجرانواله کې يوې پوځي غونډې ته ويلي وو دوي به د کشميري اولس سره خپله رورولي ټينګه ساتي او د خبرداری يې ورکړی وو چې د هند د ولقې لاندې کشمير کې روانه بد امني د ټولې سيمې د امنيت لپاره خطرناکه ده.

په هندوستان کې د نرېندرا مودي حکومت د اګست په پينځمه نېټه د اساسي قانون ۳۷۰مه دفه ختمولو سره د کشمير ځانګړی حېثيت ختم کړی او د خپلې ولقې لاندې جمو او کشمير سيمې يې د ځان سره ګډې کړي دي چې په ضد يې پاکستان سخت غبرګون ښودلې.
د هند د دغې فېصلې وروسته پاکستان دهند سره سفارتي اړيکې کمې کړي او هند سفير يې د پاکستان نه ويستلی،

د هند د قانون وزير راوي شنکر پرساد ويلي د پاکستان سره به د پاکستان د ولقې لاندې کشمير باندې خبرې کوي او د خپلې ولقې لاندې کشمير باندې يې د خبرو کولو نه ډډه کړې، خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم ويلي د هند سره د کشمير په سر خبرې کول نه غواړي، نوموړي ويلي وو نړۍ دې د دوه جوهري وسلې لرونکي هېوادونو ترمينځ د کشمير مسله آوارولو کې رول اولوبوي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ وخت په وخت په دغه مسله کې د مينځ کړيتوب وړانديز کړی خو هند ويلي د کشمير مسله د دوي کورنۍ مسله ده.