د هند د واک لاندې کشمیر کې د پوځ اؤ وسله والو نښته کې شپږ وسله وال اؤ دوه هندي پوځیان وژل شوي

File Photo INDIA-KASHMIR-UNREST

د هند د واک لاندې کشمیر کې په دوؤ بیلابیلو سیمو کې د نښتو په مهال دوه هندي پوځیان اؤ شپږ شکمن تندروه وسله وال وژل شوي دي.

د پولیسو مشر یا آي جي ودي کمار بردي ویلي پوځ د کلګام ضلعې په دوؤ بیلابیلو سیمو کې عملیات کړي اؤ دغلته وسله والو سره وسله والو سره نښتو کې دوه پوځي عسکر وژل شوي دی.

خبري شبکې آی ایف پي د پولیسو د مشر له خولې خپل رپورټ کې ویلي چې پولیسو د مودر ګرام نه د دوؤ اؤ فریصل چني ګام نه د څلورو ترهګرو مړي ترلاسه کړي دي.

د هند اؤ پاکستان تر منځ دې لانجمنه سیمه کې تر دې وړاندې هم د پوځ اؤ وسله والو تر منځ نښتې شوې دي.

هند اؤ پاکستان دواړه د اکثریتي مسلمانانو په سیمه کشمیر د خپل ملکیت دعوه لري اؤ په دې همالیایي سیمه د کنټرول تر لاسه کولو یې تر اوسه یو بل سره درې سترې جګړې هم کړې دي.

د هند د واک لاندې کشمیر کې وسله والو ډلو د کال ۱۹۸۹ راهسې بریدونه پیل کړې دي اؤ دغه وسله وال ددې سیمې د ازادۍ یا هم پاکستان سره د انضمام غوښتنه کوي .

د هند اؤ پاکستان تر منځ د کشمیر په سر دې شخړه کې تر اوسه په زرګونو عام خلک اؤ پوځیان وژل شوي دي.

تېره میاشت د شکمنو وسله والو په یو برید کې نهه هندو یاتريانو وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ ، دا برید هغه مهال شوی ؤ چې یو وسله وال تن په یاتریانو ناتاره ډزې کړې وې.

د کال ۲۰۱۷م نه راپدیخوا دا په یاتریانو شوی وړومبی برید ؤ چې ،کال ۲۰۱۷م کې وسله والو د هندو یاتریانو په یو بس ډزې کړې وې اؤ اووه کسان یې وژلي وؤ.

(د وي او ای اردو په دې رپورټ کې ځینې معلومات د ای ایف پي نه اخستل شوي دي)