د هند سپریم کورټ لاعلاجه ناروغو ته د فطري مرګ اجازه ورکړه

د هند سپریم کورټ نن په یو تاریخي فیصله کې د لاعلاجه ناروغۍ سره مخ یو تن نه د ژوندې پاتې کیدو لپاره مصنوعې نظام لرې کولو او په عزت سره د مړینې اجازت ورکړی.

د هند سپریم کورټ مشر قاضي دیپک مشرا په مشرۍ کې پنځه کسیزه بنچ په خپله فیصله کې ویلي په عزت سره د مړینې اجازت به صرف هغه ناروغه خلکو ته ورکړل کېږي چې د ژوندي پاتې کیدو تمه يې نه وي. خو په فیصله کې ویلی شوي داسې ناروغه تن ته به د مړینې لپاره وژونکې ستن یا انجکشن وهل د وړاندې په شان غیرقانوني وي.

عدالت په فیصله کې ویلي د نړۍ اکثرملکونو د پارلیمان د لارې او یا د عدالتي تشریح د لارې د خاص حالاتو او حفاظتې ګامونو لاندې د لاعلاجه ناروغۍ سره مخ تنانو په عزت سره د مرګ اجازت ورکړی.

عدالت یو ناروغه تن ته دا اختیار هم ورکړی چې د خپل ژوند ختمولو لپاره بل چاته اجازت ورکړي چې دده نه هغه وخت د ژوندي پاتې کیدو مصنوعې نظام لرې کړي کوم وخت چې هغه پخپله د فیصله کولو جوګه پاتې نشي او یا په مستقله توګه بې هوشۍ کې لاړ شي.

که څه هم په هندوستان کې د کال ۲۰۱۱ راهسې علاجه ناروغۍ سره مخ یو تن نه د ژوندې پاتې کیدو لپاره مصنوعې نظام لرې کول قانوني دي خو حکومت تراوسه ددې لپاره قانون منظور کړی نه دی.

مشر قاضي دیپک مشرا ویلي کله چې د ژوند تقدس ختم شي نو آیا دوي له یو تن ته دا اجازت ورکول پکار نه دي چې هغه په عزت سره مرګ له غاړه ورکړي. نوموړي ویلي د ځنې خلکو لپاره مرګ هم د خوشحالۍ یو موقع کېدی شي.

د هند د سپریم کورت یو جکپوړي وکیل پرشانت بهوسان ویلي سپریم کورټ یو مهمه او تاریخې فیصله اورولي او داچې هریو تن د قلارۍ ساه اخستې ځکه چې د نوموړي په وینا ډاکټران به ددې نه یریدل که چرې د یو لاعلاجه ناروغۍ سره مخ تن نه مصنوعي نظام لرې کړي نو په عدالت کې د وژنې د مقدمې سره مخ کېدی شي.

بهوشان په سپریم کورټ کې یو خواست جمع کړی وو چې پکې د عدالت نه غوښتنه شوې وه چې یو تن ته دا اختیار ورکړي چې د خپل ژوند ختمولو لپاره بل چاته اجازت ورکولی شي چې د فیصلې جوګه نه پاتې کیدو او یا په مستقله توګه بې هوشه کیدو په وخت د هغه نه د ژوندي پاتې کیدو مصنوعې نظام لرې کړي.