نړیواله اداره: افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو قضیې نه څیړل کیږي

د نړۍ د خبریالانو د خوندیتوب اداره وايي ۲۰۱۹ میلادي کال کې افغانستان د نړۍهغه شپږم هیواد دی چې په کې د وژل شویو خبریالانو کیسیونه (قضیې) نه څیړل کیږي.

د دې ادارې د راپور پربنسټ سومالیه، سوریه، عراق، جنوبي سوډان، فلپین او وروستی شپږم هیواد افغانستان دی چې د وژل شویو خبریالانو قضې له څیړنو پاتې دي.

سي پي جي یا د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې د دې قضیو د نه څیړل کیدو لامل هم په ډاګه کړي او ویلي يې دي چې د دې کېسونو پر وړاندې د هیوادونو سیاسي اراده شتون نه لري.

په دې راپور کې راغلي په تیرو لسو کلونو کې د نړۍ په کچه شاوخوا ۳۲۰ خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ترهګر او نورې وسله والې ډلې د خبریالانو پر وړاندې د ستر ګواښ په توګه یاد کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمیټۍ د عدالت غوښتنې د برخې مسئول صدیق الله توحیدي وايي له ۲۰۰۱ لومړي میلادي کال څخه تراوسه پورې په افغانستان کې نږدې ۱۰۰ تنه خبریالان چې یو شمیر بهرني خبریالان هم په کې شامل دي زیاته تره یې په ترهګرو پیښو کې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

توحیدي له ډیوې سره په خبرو کې ویلي ترنیمايي د زیاتو وژل شویو خبریالانو قضیې نه دي څیړل شوي اولامل یې د قانون او عدالت نه پلي کیدل دي.

توحیدي وویل: ٫٫ که د وژل شوو خبریالانو د قضیو مسئول د ترهګرو ډلو اړوند کسان وي افغان حکومت دومره موافق نه دی چې هغوی تر نیولو وروسته محکمې ته وړاندې کړي. او په همدې خاطر دوسیې په ټپه ولاړې دي نو له همدې امله د ژورنالستانو پر وړاندې د جنایت او د تاو تریخوالي ترسره کوونکي کسان که مجازات شي د خبریالانو پر وړاندې هرډول د جنایت کچه کمیږي. خو متاسفانه چې دلته عدالت نه پلي کیږي.٬٬

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د مرکز مشره فریده نیکزاد وايي په روان میلادي کال کې تراوسه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې له ۷۰ زیات د تاوتریخوالي پېښې چې ۸ یې د خبریالانو د وژنې پیښې دې رامنځته شوي دي.

نیکزاد وايي د افغانستان د بیان ازادی د ژوندي ساتلو وسیله خبریالان دي. که خبریالان نه وي رسنۍ شتون نه شي درلودلی، که رسنۍ نه وي شفافیت او د بشري حقونو خوندیتوب په یوه دولت کې نه شي رامنځ ته کیدلی. نو د همدې امله د دې ارزښتونو د ساتلو لپاره باید افغان حکومت او عدلې او قضايي ادارې د وژل شویو خبریالانو قضیې په دقیقه توګه وڅیړي او عاملین یې محکمه کړي.

په افغانستان کې وژل شویو خبریالانو د قضیې د نه څیړونو په اړه اندیښنې په داسې حال راپورته شوي چې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو افغانستان دخبریالانو د فعالیت لپاره له ګواښه ډک هیواد ګڼلی دی.