د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره وايي ایران د اېټمي لوظنامې سرغړونه کړې

صدر ټرمپ خبریالانو ته د کال ٢٠١٨ هغه حکمنامه څرگندوني چې ترمخه یې هغه امریکا د ایران سره شوي اېټمې لوظنامې نه ووېستله

د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي ادارې ويلي ايران په کال 2015م کې د نړۍ سره د جوهري تړون پرله پسې سرغړونه کړې ده.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه انټرنېشنل اټامک اېنرجي اېجسني ( IAEA ) د جمې په ورځ په يو رپوټ کې د دغې خبر څرګندونه کړې ده.

د ايران د جوهري توانايي په اړه دغه خفیه رپورټ د ملګرو ملتونو اېجنسۍ غړي هېوادونو ته ورکړی دي چې اېسو سي اېټډ پرېس هم ليدلی. دغه رپورټ وايي ايران چې په کال 2015 م کې د نړۍ سره کومه پرېکړه کړې وه چې د يوريېنم څومره مقدار به صفا کوي، ايران له هغې کچې نه ډېر زيات يورينيم صفا کوي.

د ملگرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې د کال ٢٠١٥ په معاهده کې ايران ته د 3.6 فیصد کچې پورې د يورينيم غني کولو اجازت ورکړل شوی و خو ايران د يورينيم غني کولو کچه 4.5 فیصد ته جګه کړې ده.

د اېټمي معاهدې نه د امریکې د وتلو وروسته ایران هم ویلي وو چې د لوظنامې پابند به نه وي. او تېره میاشت یې د معاهدې د خلاف ورزۍ اعلان وکړو او بيا د ملګرو ملتونو د ايټمي اېجنسې هم د دغې خبرې تصديق کړی و چې ايران دغه کار په دغه جوهري تړون کې د ګډو هېوادونو نه د نورو اقتصادي مراعاتو اخیستلو په غرض کړې وو.

پوهان وايې يورينيم تر 3.67 فیصد کچې پورې غني کول د پرامنه مقصدونو لپاره په کار راتلی شی او دا په جوهري وسلو کې د کارېدونکي يورينم د غني کولو د کچې نه ډېره کمه ده. په اېټمي وسلو کې د ٩٠ فیصد کچې پورې صفا یورېنیم استعمالیږي. خو 4.5 ٪ غني کړل شوی يوريينم د ايران د يواځني اېټمي ريکټر Busher لپاره ګټه ور ثابېتېدی شي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ تېر کال د ايران سره د جوهري تړون نه پخپل سر امريکا بهر کړې او په ايران يې نور سنګين بنديزونه لګولي چې لکبله يې په دغه تړون کې پاتې نور هېوادونه جرمني برطانيه، فرانس، روس او چين دفشار لاندې راغلي چې غواړي ايران د جوهري وسلو د جوړولو نه د ودرولو لپاره ايران ته اقتصادي مرستې ورکړي.

په دغه تړون کې شاملو هېوادونو د ملګروملتونو د اېټمي توانايۍ د څار ادراې په دغه رپوټ اندېښنې ښودلي چې وايي ايران د شوي جوهري تړون سرغړونه کړې ده، خو لا په ضد يې کوم ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو د ايټمي موادو د څار اداري IAEA پخپل تازه رپورټ کې ويلي ايران د دوي انسپکټرانو يا څارونکي له اجازه ورکړې چې په دغه هېواد کې د جوهري مرکزونو يا نيوکلير فېسلټيز څارنه وکړي ، دغه رپورټ وايي ايران چې د پرېکړې په وخت د څومره جوهري موادو د ساتلو ژمنه کړې وه د هغې نه کوم يې ساتلي دي، خو د ټاکل شوي مقدار نه زيات يورينيم يې غني کړي دي ، ايران ته د 202 کلوګرامه يورينيم غني کولو اجازه وه خو دغه رپورټ وايي ايران 241 کلو ګرامه يورينم غني کړی

د دې ترڅنګ ايران ته د 30 سنټري فيوج د ازماېنې اجازت وو او د ملګرو ملتونو دغه ورستې رپوټ وايي دوي 33 سنټري فيوجز ازمايلي.

ایران په سمدستي ډول د ملگرو ملتونو دغه رپورټ ته لا څه ځواب نه دی وېلی.