ایران: امنیتي ځواکونو د ناامنیۍ "زنځیر" مات کړو

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي د هیواد اولس او امنیتي ادارو په شریکه د هغه ناقراري وچقوله چې د هیواد خارجي مخالفینو راپارولي وه.

د اتوار، یک شنبې، په ورځ یو بیان کې پاسداران انقلاب وویل "غیرت مندو، باضمیره او انقلابي ایرانیانو" د ملک امنیتي ځواکونو، د استخباراتو وزارت او لسګونو زره پوځي ملیشا ځواکونو د امریکې، برطانیې، اسرائیل، د سعودي شاهي کورنۍ او د غیرقانوني ګرځول شوې مجاهدین خلق سازمان سازش کړۍ ماته کړه او د هیواد خلاف بغاوت يې ختم کړو.

د ایران پارلیمنټ د اتوار په ورځ یو خصوصي غونډه رابللې ده چې پکې د دسمبر ۲۸ مې نیټې باندې د حکومت پرضد شورو شوي مظاهرو جاج اخستلی کیږي.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایسنا د رپورټ تر مخه دغه خصوصي غونډه کې د ایران د کورنو چارو وزیر، استخبارتي ادارې او د امنیتي کونسل مشران برخه اخلي.

دغه غونډه کې دې خبرې ته کتنه کیږي چې د احتجاج علتونه څه وو او نیول شوو احتجاج کونکو ته کوم قسم قانوني مرستې ورکولی کیدی شي.

د میډیا رپورټونو ترمخه دغه خصوصي غونډه د پارلیمنټ اصلاح کونکې ډلې رابللي ده. دغه ډلې د نیولی شوو کسانو لپاره د قانوني مرستو غوښتنه کړي او د دبهرني هیوادنو او په خاصه توګه د امریکا لاس وهنه یې په سختو ټکو کې غندلي ده.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به ډیر زر دا فیصله کوي چې ایا د ایران نه په عارضي توګه بندیزونه لرې کولو فیصله پرځای اوساتي او که نه، کوم چې په کال ۲۰۱۵ کې د ایران نیوکلیاي پروګرام په سر شوي نړیوال تړون لاندې ځنډولی شوي وو. د امریکايي قانون لاندې د بندیزونو په عارضي توګه لري کولو لپاره به هرڅلور میاشتې پس ددې په دوباره منظوري ورکولی کیږي. صدر ډانلډ ټرمپ سره دا اختیار شته چې دغه فیصله په دوباره تازه نه کړي او په ایران وړاندې لګیدلي تجارتي بندیزونه بیرته پرځای کړي. د ایراني حکومت خلاف راپاریدلو مظاهره چیانو د مرستې لپاره د یورپ په هیګ، برلن، هیمبرګ، سټاک هوم، لندن او پیرس کې مرستیالان راغونډېږي.

په ایران کې د حکومت خلاف شوو وروستیو احتجاجونو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلی شوي او د زرو نه زیات نیولی شوي. په ایران کې یو سخت دریزه مذهبي عالم، احمد خاتمي د جمعې د خطبې لپاره راغونډ شوو خلکو ته د وینا په وخت ویلي د مظاهرو په وخت نیول شوو خلکو سره د اسلام د دښمنانو په رنګ سلوک پکاردی، په خصوصي توګه هغه خلکو سره چا چې د ایران جهنډې سوزولي. نوموړي ویلي ددغه نیول شوو خلکو لپاره څه قسم رحم او نرمي پکار نه ده.

د ایران یو اعلا حکومتي چارواکي، منصور غلامي خبریالانو ته ویلي په مظاهرو کې نیول شوو کسانو څلورمه برخه خوشې کړی شوي خو نوموړي د نیول شوو کسانو پوره شمیره نه ده ښودلې.

د ملګروملتونو امنیتي شورا د جمعې په ورځ د امریکې په خواست ایران کې روان احتجاجونو په سربیړنۍ غونډه رابللې وه.

ملګروملتونولپاره د امریکې سفیرې نیکي هیلي د امنیتي شورا غونډې ته د وینا په وخت په ایران کې احتجاجونه د بهادر خلکود طاقت مظاهره بللې وه څوک چې د نوموړې په وینا د ایران د ظلم نه ډک حکومت نه تنګ شوي او په مظاهرو کې خپل ژوند هم په خطره کې اچوي. نوموړي د ایراني حکومت ته نیغ په نیغه وویل امریکا ورته ګوري.

ددې په ځواب کې ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر غلام علي خسرو ویلي دا امنیتي شورا لپاره د بدنامۍ خبره ده چې په یمن او دمنځني ختیز په نورو برخو کې روانوجنګونو باندې د غونډو رابللو په ځای د ایران په احتجاجونو باندې بیړنۍ غونډې رابلي. نوموړي د امنیتي شورا نورو غړو ترڅنګ وویل امریکا د ایران دننه چارو کې لاس وهنه کوي.