ایران د امریکې له منتخب صدر ډانالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په مهال پر تهران باندې د خپل "زیات نه زیات فشار" پالیسۍ باندې له نوي سره غور وکړي. ایران دا غوښتنه په داسې وخت کړې چې امریکا د جمعې په ورځ د ټرمپ د وژنه په دسیسه کې د ایران لاس لرل په ډاګه کړل.
په سټرېټیجیکو چارو کې د ایران د صدر مرستیال محمد جواد ظریف د شنبې- خالي په ورځ خبریالانو ته وویل، "ټرمپ باید وښيي چې د خپل تېر حکومت غلط سیاستونه به نه عملي کوي".
د ایران دغه تجربه کار سفارتکار تر دې وړاندې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې، هغه په 2015م کال کې د تهران او د امریکې په ګډون د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د ایټمي تړون په لاسلیک کولو کې مرسته کړې وه.
دا تړون په 2018م کال کې هغه وخت منسوخ شو چې د ټرمپ په مشرۍ امریکا په یو اړخیز ډول ترې ووتله او وروسته یې پر تهران بندیزونه ولګول.
تهران د امریکې د دې اقدام په ځواب کې د تړون په بنیاد له خپلې ژمنې پر شا شو او تر 60 فیصده پورې یې د یورېنیمو غني کولو ته دوام ورکړ چې له ایټمي درجې یواځې 30 فیصده را کم دی.
تهران په پرله پسې ډول د لویدیځو هېوادونو هغه تورونه رد کړي دي چې وایي د ایټمي وسلو د جوړولو هڅه کوي.
جواد ظریف د شنبې- خالي په ورځ وویل، د ایران په اړه د ټرمپ سیاسي چلند د یورېنیمو د غني کولو په کچه کې د زیاتوالي سبب شوی. ظریف وویل:
"هغه (ټرمپ) باید پوه شوی وي چې د زیات فشار سیاست چې هغه پیل کړ د دې سبب شو چې د ایران د [یورېنیمو] غني کولو کچه له 3.5 څخه 60 فیصده ته ورسېده".
ظریف زیاته کړه چې ټرمپ دې "اوس له ځان سره حساب وکړي او و دې ګوري چې د هغه پالیسۍ څه ګټې او زیانونه درلودل او ایا غواړي چې دې تاواني پالیسۍ ته دوام ورکړي او که بدله یې کړي".
ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې د ایران د یو لوړپوړي کمانډر قاسم سلیماني د وژلو امر هم کړی وو، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د بهرنيو عملیاتو مشري یې کوله.
سلیماني د 2020م کال په جنوري کې د عراق په سر ښار بغداد کې د امریکې په یو هوايي برید کې وژل شوی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسمایل بقايي هم د پنجشنبې- زیارت د ټرمپ له نوم اخیستو پرته ویلي، هیله لري منتخب صدر سپینې ماڼۍ ته په بېرته راتګ سره واشنګټن ته اجازه ورکړي چې "تېرو غلطو تګلارو" ته بیا کتنه وکړي.
د امریکې راتلونکي صدر دانالډ ټرمپ د سه شنبې- نهې په ورځ خبریالانو ته وویل، هغه " نه غواړي ایران ته زیان ورسوي". ترمپ په صدارتي ټاکنو کې له رایې ورکولو وروسته وویل:
"زما شرطونه دېر اسانه دي. دوی [ایران] ایټمي وسلې نه شي لرلی. زه غواړم دوی یو ډېر کامیابه هېواد وي".
ټرمپ په داسې وخت د امریکې صدارتي ټاکنې ګټلې دي چې ایران او اسرایل په تېرو دوو میاشتو کې پر یو بل مخامخ بریدونه کړي دي او په منځني ختیځ کې یې د شخړې د پراختیا اندېښنه او ویره زیاته کړې ده.