نګران وزیراعظم د لادرکه بلوڅانو په مقدمه کې بیا عدالت ته بلل شوی

انوارالحق کاکړ

د اسلام اباد های کورټ د لادرکه بلوڅانو په مقدمه کې نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د فروې په ۱۹ نیټه عدالت ته بللې. دا دویم څل دی چې نګران وزیراعظم عدالت ته بلل شوی دی.

د اسلام اباد های کورټ جج جسټس محسن اختر کیاني نګران وزیراعظم ته په عدالت کې د حاضرېدو حکم وکړو. جسټس کیاني د لادرکه کسانو په اړه د انکوایرۍ یا د تحقیقاتي کمېشن په سپارښتنو د عملددارۍ په اړه د درخواست د اورونه کوله.

جسټس کياني وویل د انسان د تښتولو سزا مرګ ده او د جسټس کیاني په قول هغه کسان چې په دې کار کې لاس لري، بايد دوه ځله په دار وځړول شي.

د اسسټنټ اټارني جنرل لخوا د اورېدنې د ځنډولو په درخواست، جسټس محسن اختر کیاني وویل نرمي یی ښکاره کړې چې دواړه ډایریکټر جنرلز، یعنې ډایکټر جنرل ای ایس ایې او ډایکټر جنرل ملټرې انټیلې جنس نه دې رابلل شوي خو نګران وزیر اعظم به د راتلونکې ګل یا دوشنتې په ورځ عدالت ته وړاندې کیږې. جسټس کیاني وویل د نوې حکومت د راتلو ورسته به نوی وزیراعظم هم عدالت ته رابلي.

د لادرکه کسانو د حقونو فعالان د عدالت دغه ګام اهم بلي.

د لادرکه کسان د حقونو فعاله امنه مسعود جنجوعه وویل "دا په دې هم ضرورې دې چې په زور د بې درکې ذمه وارې پر وزیراعظم وې. وزیراعظم د ټولو استخباراتې ادارو هم مشر وي نو که چرې په هیواد کې څوک لادرکه کیږې نو پوښتنې د وزیراعظم څخه باید وشي. "

د انساني حقونو فعالان په پاکستان کې د خلکو په لا درکه کېدو تشویش څرګندوي او د لا درکه کسانو خپلوان او د بشري حقونو فعالان د پاکستان په امنیتي او استخباراتې ادارو د خلکو په جبري لادرکیو د ککړتیا الزام لګوي.

د پاکستان حکومت او پوځ په تکرار دغه خبره ردوي. پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې ممکنه ده ځینې لا درکه کسان د کورنیو د علم نه بغیر د وسله والو ډلو سره یو ځای شوي وي. حکومتي چاروااکي وايي د لادرکه کسانو معامله د پاکستان په ضد د پروپیګنډا په توګه هم کارول کیږي.

تیر کال د دسمبر په میاشت کې د بلوڅ فعالې ماه رنګ بلوچ په مشرۍ کې په اسلام اباد کې د بې درکه بلوڅانو دپاره احتجاجي ناسته وکړه چې د یوې میاشتې نه وخت يې دوام لرلو.

ماما قدیر د لادرکه بلوڅانو د حقونو دپاره کوښښونه کوي او د وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز نومې تنظیم مشر دی، وايي" انوار الحق کاکړ کله هم د لادرکه کسانو په حق کې خبره نه ده کړې، که هغه بلوڅان، پښتانه او که سندیان دي."

قدیر وویل او اوس هم امید نه لري چې کاکړر به د لادرکه کسانو لپآره څه وکړې، ولې چې "هغه خپله د پوځ یو ویاند دې."

د لادرکه کسانو په اړه کمېشن په ۲۰۱۱ کال کې د لا درکه کسانو د موندلو او په لادرکۍ کې د ککړو کسانو او ادارو په اړه معلومات د راغونډولو په مقصد جوړ شوی وو.

تېر کال دسمبر کې د ډیفنس اف هیومن رائټس نومې غېر حکومتي تنظیم خپل یو رپورټ کې وویل پاکستان په 2023 کې د جبري لادرکه کیدو 51 نورکېسونه رپورټ کړي دي.

آمنه مسعود جنجوعه وايي ترڅو ټولې ادارې په شریکه یو خای د لادرکه کسانو معامله مهمه ونه ګړې او د دوې د مندلو هڅه ونه کړې، دغه لړۍ به دوام لري.

په زور د لادرکه کسانو په معامله دوه نور وزیراعظمان شهباز شریف او عمران خان د اقتدار په مهال عدالت ته بلل شوې وو. خو د څیړونکو تر مخه د خلکو په زور د بې درکیو دغه لړۍ اوس هم دوام لري.