پولیس افسر طاهر داوړ چا و واژه؟ له مسخ شوي جسد سره یې لیک چا لیکلی؟

واشنګټن ــــ د اکتوبر په ۲۷مه له د پاکستان پایه تخت او تر ټولو خوندي ښار اسلام اباده د تښتول شوي پولیس افسر طاهر خان داوړ وژنې په اړه پوښتنې کېږي چې هغه څنګه په ډیورنډ کرښې باندې پر اغزن تار برسېره افغانستان ته واړول شو او و وژل شو. پاکستان تر اوسه دغو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. د کورنیو چارو وزیر د وژل شوي پولېس افسر په اړه "خاموشي" اختیار کړي او رپورټونه وايي هغه ویلي چې دا حساسه موضوع ده.

د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو د طاهر داوړ د مسخ شوي جسد له عکسونو سره یو لیک هم خپور شوی، چې په پښتو لیکل شوی او د (ولایتِ خراسان) په نوم ناڅرګند تنظیم په ظاهره د هغه د وژنې ذمه واري منلې ده، خو دغه لیک په اردو ډوله پښتو لیکل شوی.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون تحفظ موومنټ یوه مخکښ علي وزیر- چې په قبایلي سیمو کې د پښتنو د وژنو تور پر پاکستاني پوځ لګوي- پر فېسبوک په یوه پوسټ کې د طاهر داوړ له مړي سره د خپاره شوي لیک په اړه لیکلي:

"چې د اسلام اباد له خوندي سیمې [طاهر داوړ] پورته کوې او پر مړي برسېره یې په اردو رسم الخط کې پښتو لیک ږدې نو شک نه بلکې زموږ باور وشي چې قاتل یې ته پخپله یې".

خبریال او د وزیرستان قومي محاذ مشر سمیع الله داوړ وایي، په کومه ورځ چې طاهر داوړ تښتول شوی وو، کورنۍ یې په هغه ورځ هغه ته ټلیفون کاوه، خو وایي د ده له موبایل څخه ځواب نه ورته او خپلې مېرمنې ته یې مېسجونه کړي وو. سمیع الله داوړ (دنیا نیوز) ته وویل:

"د هغه د ښځې په موبایل مېسجونه راغلي وو چې په انګرېزي ژبه وو او ورته لیکلي یې وو چې زه د جهلم په سیمه کې یم بېخي جوړ یم خو سګنل سم کار نه کوي ځکه خبرې نه شم کولای او وروسته ټلیفون درته کوم. وروسته زه پوه شوم چې دا مېسجونه طاهر داوړ نه دي لیکلي، ځکه هغه خپلې ښځې ته مېسجونه په اردو لیکل د هغې انګرېزي زده نه ده".

د نهې- سه شنبې په ورځ د طاهر داوړ د وژنې د خبر له مخته راتلو وروسته اکثرو پاکستاني رسنیو خبر خپور کړ، چې وایي د هغه د وژنې ذمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې ده، خو د دې تحریک ویاند محمد خراساني نن په خپره کړې خبرپاڼه کې دا خبرونه په کلکه رد کړل.

د پاکستاني طالبانو تحریک اکثر خپلې خبرپاڼې په اردو ژبه خپروي، خو آیا د (ولایتِ خراسان) په نوم ډلې- چې د داعش یوه څانګه بلل کېږي- کله هم داسې خبرپاڼه خپره کړې، چې د دې ډلې پر خپل پېډ نه وي لیکلې، خبریال سمیع داوړ وایي:

"خراسان ګروپ خو شته چې اکثر پکې د شمالي وزیرستان طالبان دي، خو دلته دا شک ضرور شته، چې دا لیک بېخي په ساده کاغذ لیکل شوی، طالبان چې کله لیک جاري کوي نو پر خپل لېټرپېډ یې لیکي، دا لیک خو زه هم لیکلای شم هر څوک یې لیکلای شي".

د طاهر داوړ له جسد سره په خپاره شوي لیک کې د قوت جمع په اردو ژبه "قوتوں" لیکل شوی، خو په پښتو کې دا "قوتونو" لیکل کېږي ځکه چې په پښتو ژبه کې د "ں" حرف نه شته. د لمسون یا اشارې لپاره د "ایما" توری کارول شوی چې په اردو کې کارول کېږي او پښتانه یې نه لیکي. د دښمن جمع په اردو طرز "دشمانان" لیکل شوی خو په پښتو کې دا "دښمنان" لیکل کېږي، د مونږ پر ځای "مونک" لیکل شوی او د بیرغ لپاره جنډا توری په اردو لیکدود "جنڈا" لیکل شوی دی.

بله مهمه پوښتنه دا کېږي چې څنګه یو پاکستانی پولیس افسر د پاکستان له زړه اسلام اباد څخه تر تورخم واړول شو، چې فاصله یې نیزدې 241 کیلومیټره جوړېږي. له اسلام اباد نه تر تورخمه په دغه ټوله لار ځای په ځای د پوځ او پولیسو چیک پوسټونه هم موجود دي چې هیڅوک هم بې تلاشۍ نه پرېږدي.

د طاهر داوړ د مړي خپاره کړل شوي عکسونه ښايي چې په وهلو او ټکوولو وژل شوی دی. د هغه په مخ زخمونه، په لاسونو او سر د وهلو ټکوولو نښې لیدل کیږي.