مغربي ملکونو په پاکستان غږ کړی چې په اوکراین د روس د یرغل غندنه دې وکړي

روس ته د خپل ورستي سفر په مهال عمران خان د روس صدر ولادمیر پوتین سره ولیدل

په اسلام اباد کې مېشته د یوشمېر مغربي ملکونو سفیرانو په یو مشترکه بیان کې د پاکستان نه غوښتلي چې په اوکراین د یرغل په سر دې د روس غندنه وکړي. په اسلام اباد کې د اوکراين سفير مارکیان چوکچک هم د پاکستان د حکومت څخه د روس د حملى په ضد سفارتي مرستى غوښتلى دي.

مطبوعاتو ته په یو بیان کې چي وي او ای هم ترلاسه کړی مغربي سفیرانو وویل "مونږ د پاکستان نه غوښتنه کوو چې د روس د ګامونو په غندنه کې زمونږ سره یوځای شي او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوال قانون د بنیادي اصولو په ملاتړ کې خپل اواز پورته کړي."

دغه بیان په پاکستان کې د يورپین یونین د غړو ملکونو سفیرانو، اسټرېلیا، جاپان، ناروی، سوېټزرلېنډ، کېنډې او برطانيي په مشترکه ډول جاري کړی دی.

په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې پاکستان د مغربي ملکونو دغې غوښتنې ته څه جواب ویلي دی خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روس په سفر و چې روسي ځواکونو په اوکراین یرغل وکړو او اسلام اباد وویل چې د اوکراین شخړه دې د پوځي طاقت د استعمال په ځای د خبرو دلارې هواره کړی شي.

د نهې، سه شنبى، په ورځ خبريالانو سره خبرو کې د اوکراين سفير وويل طمع لري پاکستان به د جنګ د غندنى په اړه د فعاله کردار سره د روس د حملو د مخنيوي لپاره پريکړه کوونکي ګامونه پورته کوي.

د ګل، دوشنبې، په شپه په تلویزیون قام ته وېنا کې د وزیراعظم عمران خان روس ته د خپلې دورې دفاع وکړه او ویې وويل روس ته ځکه تللی و چې د هلته نه به دوه ملينه ټنه غنم درامد کوي او د یوې معاهدې د لاندې به د روس نه قدرتي ق ګېس اخلي.

د روس ولسمشر ولادمير پوتین سره د عمران خان د ليدنې وروسته پاکستان ويلي وو، وزيراعظم د روس او اوکراين ترمنځ په تازه شخړه افسوس څرګند کړو او پاکستان تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت په ځای د سفارتکارۍ د لارې هواره شي.

پاکستان نه د روس د غندلو غوښتنه کې اسلام اباد مېشته مغربي سفارتکارانو د خپل بیان په اړه وویل "د دې (بیان) د لیکلو په وخت په یورپ کې جنګ دی. د انساني ژوندونو په زیان او ستونزو خفګان څرګندوو."

سفارتکارانو په خپل بیان کې وویل دا حقیقت دی چې روس په اوکراین بغیر د څه راپارولو حمله او "په یو پرامنه ګاونډي ملک یرغل کړی دی."

نړیوالې ټولنې په اوکراین د روس د یرغل غندنه کړي ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ روس او اوکراین استازو په بېلاروس کې ابتداي خبرې وکړې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه کرېملېن وویل د روس صدر ولادمیر پوتین د ګل، دوشنبې، په ورځ د فرانس اېمېنوېل مېکران سره په ټېلې فون خبرو کې وویل د اوکراین شخړه یوازې په دې صورت کې حل کېدلی شي چې د روس د امنیت "قانوني مفادات" په پام کې ونیول شي چې پکې دا خبره هم شامله ده چې اوکراین دې غیر پوځي علاقه وټاکل شي.