پېښور: وسله والو سره نښته کې د پوځي افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي، پوځ وایي پینځه ترهګر یې هم وژلي

Captain Hussain Jahangir and Havildar Shafiq Ullah

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ویلي پېښور کې د وسله والو سره نښته کې د پوځ د یو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي اؤ وایي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې پینځه ترهګر هم وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د اتوار په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي دا نښته د پېښور په حسن خیل سیمه کې شوې ده.

د پوځ په وینا امنیتي ځواکونو دغلته د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې یې ددغو ترهګرو په ضد عملیات کول نو په هغه مهال د دواړو خواؤ تر منځ سختې ډزې شوې دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې د ترهګرو په ډلو د پوځ یو کیپټن حسن جهانګیر اؤ یو حوالدار شفیق الله وژل شوي دي.

پوځ وایي ددې عملیاتو مشري هم پخپله وژل شوي کیپټن حسن جهانګیر کوله.

پوځ زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره د ترهګرو ځالې په نخښه کړي اؤ پينځه ترهګر یې وژلي اؤ درې نور ژوبل شوي دي خو د پوځ بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې اؤ نه هم دا ویل شوي چې تړاؤ یې د کومې وسله والې ډلې سره دی؟

آي ایس پي ار ویلي چې د زړورو عسکرو داسې قربانۍ د پوځ حوصلې اؤ عزم نور هم لوړوي اؤ دا چې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته لوړ عزم لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو اؤ چاودنو لړۍ چټک شوې چې په لسګونو پوځیانو، پولیسو اؤ د ایف سي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي عملیاتو له لارې کېدونکو عملیاتو کې ترهګرو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوې.

تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا پولیسو پخپل یو جاري کړي رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال په اوږدو کې صوبه کې د وسله والو سره نښتو اؤ بریدونو کې 61 پولیس،15 پوځیان اؤ 13 د ایف سي عسکر وژل شوي دي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې د نا امنۍ دې پېښو کې 82 پولیس،57 پوځيان اؤ 33 د ایف سي عسکر ژوبل شوي هم دي.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي تورونه لګوي ترهګر پاکستان کې د ورانکارۍ لپاره د افغانستان په خاوره خوندي ځالي لري.

د چهارشنبې یا شورو په ورځ هم پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ "په وروستيو کې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي، د افغانستان نه ترهګر په پوله ‏راوړي پاکستان کې امنيتي ځواکونه او بې ګناه خلک په هدف کوي".‏‏

د پاکستان پوځ ويلي وؤ" افغانستان کې د عبوري حکومت نه په مستقله توګه غوښتنه کوي چې خپل لوري ته د پولې ساتنې انتظام په موثره توګه يقيني ‏کړي، عبوري حکومت دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او ترهګر دې پرې نه ږدي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد وکاروي".

خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې پاکستان کې ترهګري د افغانستان له خاورې کیږي او وايي پاکستان دې د خپل امنیت زمه واري د دوي غاړې ته نه ور اچوي.