اسرایل په بیروت بمباري زیاته کړې، او وېلي یې دي چې د حزب الله یو مرکز یې په نښه کړی

د اتوار/ یکشنبې په ورځ هم د اسرایل لخوا په دوه محاذونو جګړه شوې او د اسرایل په وینا د لبنان په سرښار بېروت کې یې د حزب الله یو مرکز ٫٫ کمانډ سنټر٬٬ په نښه کړی، بلخوا په غزه کې امدادي کارکونکو ویلي چې د اسرایل په یو برید کې لږ تر لږه ۷۳ فلسطینیان وژل شوي.

د بیروت په جنوب کې د حزب الله په مهم مرکز دغه برید وروسته د هغې شوی چې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو په ایران پلوه وسله والې ډلې حزب الله تور لګولی چې د هغه د وژلو لپاره یې د هغه په کور برید کړی.

دغه برید په داسې وخت شوی چې اسرایلیان د یوې اونۍ سکوت رخصتۍ لمانځي، هم د دغه رخصتۍ په مهال تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه حماس په اسرایل برید کړی وو چې وروسته بیا د غزې جګړه شورو شوه.

د لبنان سرکاري خبري ادارې اېن اېن ای تر مخه په بیروت د اسرایل په برید کې د اوسیدو یوه ودانۍ په نښه شوې چې نژدې ورسره یو جومات او هسپتال هم دي.

د اسرایل پوځ بیا ویلي چې دوي ٫٫ د حزب الله ډلې استخباراتي مرکز٬٬ او په بیروت کې د ځمکې دننه د وسلو یو مرکز په نښه کړی، په یو بل برید کې د حزب الله درې وسله وال وژل شوي. وروسته بیا ویل شوي چې د لبنان له خوا په اسرایل په څو منټه کې نژدې ۷۰ توغندي ویشتل شوي او اسرایل بیا په دغو کې ځیني په هوا کې تباه کړي.

په غزه کې د سېول ډېفنس ادارې بیا ویلي چې د اسرایل په هوايي برید کې ۷۳ فلسطینیان وژل شوي او دغه برید د عامو خلکو د اوسیدو په ځاې کې شوی.

د دغه ادارې ویاند محمود باسل ویلي ٫٫ زمونږ کارکونکو د ۷۳ کسانو مړي او ګڼ ژوبل کسان راویستلي او دغه ټول کسان د غزه شمالي غزه په بېت الهیا سیمه کې په یو اسرایلي برید کې په نښه شوي.

د اسرایل پوځ ویلي چې دوي په دغه سیمه کې د ٫٫ حماس ترهګرو احداف٬٬ ویشتلي. دوي زیاته کړې د غزه د چارواکو لخوا ورکړل شوې شمېر د دوي د معلوماتو سره ٫٫ سمون نه خوري.٬٬

حماس او حزب الله د امریکا، برتاینه ، اروپايي اتحاد او ګڼو نورو هیوادونو لخوا ترهګر ګرځول شوي. د اسرایل پوځ ویلي چې په غزه او لبنان کې د دوي‌عملیات رسا وو او دوي نژدې ٫٫ ۱۷۵ ترهګر حدفونو په نښه کړي.٬٬

د اسرایل پوځ زیاته کړې چې دوي د غزه په مرکز، شمال او جنوب کې خپل عملیات جاري ساتلي او زیاتوي ٫٫ عسکرو یې په درځنو ترهګر په ځمکني او هوايي عملیاتو کې په وژلي.٬٬

د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي.