اسرائیل په غزه کې د جنگی جرمونو په اړه د نړیوال عدالت د تحقیقاتو فیصله رد کړه

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو د عدالت د فیصلې سخت مخالفت وکړو

نړیوال عدالت فیصله کړي ده چې د فلسطین په غزه تړانگا کې د جنگي جرمونو په سر به د اسرائیل خلاف تحقیقات شروع کوي خو اسرائیل د عدالت دغه فیصله رد کړې ده. د عدالت یوې وکېلې ویلي ممکنه ده چې د فلسطین حماس ډلې په اړه هم دغه ډول تحقیقات وکړي.

په نړیواله کچه د جرمونو په ضد عدالت، انټرنېشنل کریمینل کورټ ايي سي سي، سرکاري وکېلې فاتو بېنسوډه وویل په مناسب کچه ثبوتونه موجود دي چې په وېسټ بېنک، مشرقي یروشلم او د غزه په تړانگا کې د اسرائیل جنگي جرمونه څرگندوي او هم د دې په بنیاد د اسرائیل خلاف تحقیقات شروع کېدلی شي.

د ايي سي سي وکېلې دغه بیان د څلورو کلونو د تحقیقاتو نه پس ورکړی دی چې د فلسطینیانو په خواست یې پېل کړي وو چې پکې د اسرائیل چلند ته د کتنې خواست شوی و.

د ايي سي سي سرکاري وکېلې فاتو بېنسوډه وویل په مناسب کچه ثبوتونه موجود دي چې په وېسټ بېنک، مشرقي یروشلم او د غزه په تړانگا کې د اسرائیل جنگي جرمونه څرگندوي او هم د دې په بنیاد د اسرائیل خلاف تحقیقات شروع کېدلی شي

مېرمن بېنسوډه وویل "په مختصر توگه، لومړی، زه مطمینه یم چې په وېسټ بېنک، مشرقي یروشلم او د غزه په تړانگا کې جنگي جرمونه شوي او یا (اوس هم) کېږي. دویمه، چې (عدالت) د دې صورتحال سره تړلې کېسونه په ممکنه توگه اخیستلی شي. دریمه، داسې ممکنه اسباب نشته چې په بنیاد یې یقیین کېدلی شي چې په دې اړه تحقیقات به د انصاف په مفاد کې نه وي."

فلسطیني صدر محمود عباس د عدالت د فیصلې هرکلی وکړو. هغه وویل یوه لویه ورځ ده او د عدالت د فیصلې مطلب دا دی چې اوس به عدالت د اسرائیلي سیاسي مشرانو او پوځي مامورینو خلاف شکایتونه ترلاسه کول پېل کړي.

د حماس ترجمان هم د فیصلې هرکلی وکړو خو د عدالت د فيصلې دا برخه یې نظر انداز کړه چې گنې د حماس په اړه هم د جنگي جرمونو تحقیقات کولی شي.

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو د عدالت د فیصلې سخت مخالفت وکړو. "دا د رېښتیا او د انصاف دپاره توره ورځ ده. د ايي سي سي پراسېکیوټر (وکېلې) په ښکاره توگه د اسرائیلي ریاست خلاف فلسطیني دعوه په کره توگه نه ده رد کړې. دا یو بې بنیاده او قهرجنه فیصله ده."

نېټن یاهو وویل فلسطین یو ریاست نه دی نو ځکه د ايي سي سي د اختیار لاندې نه راځي. هغه وویل ايي سي سي یوازې د خپلواکو ریاستونو په خواستونو اختیار لري. اسرائیلي وزیراعظم وویل د ايي سي سي د وکیل فیصلې د عدالت نه یوه سیاسي الا جوړه کړې ده چې د "ریاست په توگه د اسرائیل قانوني حېثیت ختم کړي."

د ايي سي سي وکېلې بېنسوډه وویل د عدالت دریو ججانو نه غوښتلي وو چې د عدالت د اختیار په اړه خپلې فیصلې واروي.