اسرایل وايي ایران په اسرایل د مزایلو حمله وکړه

د اسرایل پوځ وویل ایران په اسرایل د مزایلو حمله کړې ده.

د اسرایل پوځ وویل ایران په اسرایل د مزایلو حمله کړې ده.

د اسرایل پوځ د نهې- شه شنبې په ورځ ویلي ایران پر اسرایل مېزایل ویشتلي او خپل اوسېدونکو باندې غږ کړې چې د دننه پناه واخلي.

په ټول هېواد کې د هوایي بریدونو سایرن غږول شوي او خلکو ته امر شوی چې د بمونو نه د پناه ځایونو ته نږدې پاتې شي.

د اسرایل اوسېدونکو ته د دننه پناه اخیستو پېغامونه په موبایل ټیلي فون لېږل شوي او د اسرایل په قامي ټیلي ویژن هم اعلان شوي .

د دې نه مخکې يو یو لوړ رتبه امریکايي چارواکي ویلي وو چې ایران په اسرایل د بېلېسټېک مزایل د ممکنه حملې دپاره تیاری کوي.

امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل که چېرې ایران حمله وکړه نو دا به "سختې نتېجې" ولري او امریکا د اسرایل د دفاع دپاره د تیارۍ "فعال ملاتړ" کوي.

په اسرایل کې د امریکې سفارتخانې په انلاین اعلان کې د امریکې د حکومت ټولو کارکونکو او د هغوی کورنیو ته هدایات ورکړل چې د بلې خبرتیا پورې دې په محفوظ ځایونو کې پاتې شي.

تېره هفته د اسرایل په بمبارۍ کې په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې مشر حسن نصرالله د وژل کېدو وروسته په سیمه کې په تاوتریخوالي کې اضافه شوې ده. د نصرالله او د حزب الله د ځینو نورو مشرانو ترڅنګ اسرایل د ایران د پارسداران انقلاب ځواکونو نایب مشر هم وژلی دی.

ایران ویلي د نصرالله مرګ به "بې جوابه" پاتې نه شي.

په عېن حال کې د اسرایل پوځ وویل په لبنان کې د ځمکني عملیاتو شروع کولو وروسته، د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان په جنوب سخته جګړه وشوه.

د اسرایل پوځ د پولې پورې غاړه په لبنان کې خپل فعالیت په محدود، مقامي او هدفي عملیات وبلل.

د اسرایل د پوځ ترجمان رېير اېډمېرېل ډېنییل هېګاري وویل حزب الله په اسرایل د یرغل منصوبه سازي کوله.
هېګاري په یو وډیو پېغام کې وویل که د لبنان ریاست او نړۍ حزب الله د اسرایل د سرحد نه نه شي په شا کولو نو اسرایل سره د دې نه علاوه بله لاره نيشته چې دا کار پخپله وکړي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو عبوري ځواک یواېن ايي اېف ايي اېل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرایل ورته په لبنان کې د ځمکني عملیاتو په اړه د خپل ارادې پېشګي اطلاع ورکړې وه او دا چې د ملګرو ملتونو امن ساتوونکي ځواکونه په خپل ځای موجود دي.

یواېن ايي اېف ايي اېل په یو بیان کې وویل د لبنان د پولې نه د راتېرېدلو هر ګام د لبنان د خودمختارۍ او علاقيي سالمیت خلاف ورزي ده او د ټولو فريقېنو نه غوښتنه کوي چې د راپاروونکو اقداماتو نه دې په شا شي. بیان زیاته کړه داسې ډول ګامونه په تشدد او خونرېزۍ کې اضافه کوي.

د قریباً تېر یو کال راهسې د اسرایل او د حزب الله ترمنځ شخړې دلاسه د دواړو ملکونو په سرحدي علاقو کې په زرګونو خلکو کورونه پرېښودي دي.

حزب الله د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د تل ابیب او د لبنان د پولې سره نږدې په اسرایلي علاقو کې يې د اسرایل عسکري هدفونه په راکټونو ويشتلي دي.

د لبنان وزیراعظم نجیب ميقاتي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ملک يې د تاریخ د ټولو نه خطرناکې مرحلې نه تېرېږي.

ملګرو ملتونو د نهې، سه شنبې، په ورځ د جګړې نه د متاثره خلکو د امداد دپاره د ۴۲۵ مېلین ډالرو اعلان وکړو او و يې وېل د تشدد او د بې امنۍ دلاسه د پولې دواړو خواو ته د زرګونو خلکو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل اسرایلي هم منصب یواو ګېلانټ سره په ټېلې فون خبرې وکړي او د خپلې په اړه يې د اسرایل ملاتړ تکرار کړو چې اسرایل د ایران، حزب الله، حماس، د یمن هوثیانو او د ایران حمایت یافته نورو ډلو په ضد د خپلې دفاع حق لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې صدر جوبایډن وویل پکار ده چې ډز بندي وشي.

د حزب الله نایب شر نعیم قاسم د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې وېژن خطاب کې وویل که اسرایل لبنان ته داخلېږي نو د حزب الله وسله تیار دي. هغه زیاته کړه چې د مزاحمت ځواکونه په ځمکه مخامخ کېدو ته تیار دي.

د لبنان د صحت وزارت وايي په تېرو دوو هفتو کې د ۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي او د ۶۰۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته حزب الله د اسرایل په پوله سوله ماته کړه او ويې وېل د حماس سره په یوالي کې ګامونه پورته کوي. امریکې د ایران حمایت یافته دواړه ډلې، حزب الله او حماس، ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.