د لبنان حکومتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسرایل ځمکني ځواکونه په لبنان کې د دوی ترټولو دننه ځاي ته رسیدلي. دا د برید نه راپدیخوا په شپږو اونیو کې تر ټولو لري تګ دی. خو د خالي یا شنبې په سهار د حزب الله وسله والو سره سختو جګړو وروسته بیرته شاته شوي دي.
د سرکاري خبري ایجنسۍ د رپورټ له مخې، د اسرایل پوځیانو د شنبې په ورځ سهار وختي د لبنان په جنوب کې د چاما په کلي کې یوه اسټرټیجیک غونډۍ ونیوله چې د اسرایل له پولې نه شاوخوا پنځه کیلومیټره فاصله لري. ویل شوي چې د اسرایل ځواکونه وروسته له دغې غره نه شاته شوي دي.
خبر کې ویل شوي دي چې د اسرایل پوځیانو په چما کې د شمعون پیغمبر زیارت او همدارنګه څو کورونه مخکې له دې چې دوی واپس شي بمبار کړي، خو دا ادعا تر دې وخته نه ده تایید شوې.
د اسرایل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د دوی ځواکونه "په جنوبي لبنان کې خپل محدود، سیمه ایز او هدفي عملیاتي فعالیت ته دوام ورکوي." پوځ سمدلاسه د لبناني رسنیو خبرونو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
ځمکنۍ حملو نه مخکې د اسرایل جنګي الوتکو د بیروت سویلي ښارګوټي او د ټایر بندر ښار په ګډون د لبنان په سویل کې څو نورې سیمې په نښه کړې وی.
په بیروت کې د سهار په بریدونو کې د دحیه په نوم سیمه په نښه کړې شوې ده، چې د اسرایل پوځ د حزب الله مرکز بللی او ویلي یې دي چې الوتکو د وسله والې ډلې لخوا کارول شوي ډیری ځایونه په نښه کړي دي. اوسیدونکو ته د اسرایل لخوا د وتلو خبرداری وکړل شوي وو خو دا سمدستي څرګنده نه ده چې کوم مرګ ژوبله شوي ده او که نه.
دا تاوتریخوالی پداسې حال کې زیات شوي چې د لبنان او حزب الله چارواکي د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا لخوا د جګړې ختمولو پلان په اړه د وړاندې شوي مسودې مطالعه کوي.
د سپټمبر له وروستیو راهیسې، اسرایل یکدم په لبنان بمباري زیاته کړه، ژمنه یې وکړه چې حزب الله به وځپوي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا په لبنان کې د اسرایل د ډزو له امله 3,400 نه ډیر خلک وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ، د لبنان نګران وزیراعظم ظاهرا له ایران نه وغوښتل چې د حزب الله د قانع کولو هڅه دې وکړي چې له اسرایل سره د اوربند تړون ته غاړه کیږدي، چې دا ډله به پکې د اسرایل او لبنان له پولې نه شاته کیدو ته اړتیا ولري. دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 1701 پریکړه لیک پراساس دی چې د 2006 په ګرمې کې د اسرایل او حزب الله وروستۍ جګړه یې پای ته رسولې وه.
د یولبناني چارواکي په وینا، د دې طرحې یوه کاپي د دې اونۍ په پیل کې په لبنان کې د امریکا د سفیر لخوا د پارلمان سپیکر نبیح بیري ته سپارل شوي ده، څوک چې د حزب الله په استازیتوب خبرې اترې کوي. هغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې بیري تمه لري د ګل/دوشنبې په ورځ د لبنان ځواب ورکړي.
یوه بل لبناني سیاستوال هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د حزب الله چارواکو مسوده ترلاسه کړې، هغه یې مطالعه کوي او په اړه به یې خپل نظر بیري ته څرګند کړي.
بيري د پان عرب الشرق الاوسط ورځپاڼې ته ويلي چې په مسوده کې داسې کوم څیز شامل نه دي چې له تړون څخه د سرغړونې په صورت کې به اسرایل ته اجازه ورکړي چې په لبنان کې کاروایي وکړي. بیري ویلي: "موږ به د خپل حاکمیت هیڅ سرغړونه ونه منو.".
هغه زیاته کړه چې په دې مسوده کې یو له هغو شیانو څخه چې لبنان یې نه مني د موافقې د څارنې لپاره د یوې کمیټې د جوړولو وړاندیز دی چې د لویدیځو هیوادونو غړي پکې شامل دي.
بیري زیاته کړه چې په مسوده کې د نورو جزیاتو سره د دې ټکي په اړه هم خبرې روانې دي او زیاته یې کړه چې "ماحول مثبته دی خو دا ټول پدې پورې اړه لري چې معاملات به څنګه پای ته ورسیږي.