ښځو په ټوېټر خپله ورځ څنګه نمانځلې؟

د ښځو نړیواله ورځ د عاصمه جهانګیر په نامه

په نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ په مناسبت که یو خوا ځاې په ځاې دستورې شوي په ګرده نړۍ کې ښځو په دې ورځ خپل غبرګونونه په ټولنیزو رسینو یا سوشل میډیا هم شریک کړي.

د خېبر پښتونخوا نوبل جاېزه ګټونکې او په نړۍ کې د جینکو د تعلیم مبارزېملاله یوسفزۍ د اتم مارچ په مناسبت په خپل ټویټر د نړۍ ښځو او جینکو ته د دغې ورځ مبارکي ویلې او د خپلو حقونو لپاره کارکونکو ته يې ډاډ ورکړی ٫٫ مونږ ستاسو سره ولاړ یو.٬٬

د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پښتنو ښځو د حقونو لپاره کارکونکې مبارزې ثنا اعجاز د ښځو نړیوالې ورځ په مهال په خپل ټوېټر ځېني شعرونه خپاره کړي: ٫٫ ښځې هم زړونه لري ٬٬ په دغه شعرونو کې سړو ته ویل شوي، ښځې هم ستاسو په شان جذبات او خیالات لري، بلکه د سړو نه يې زیات لري.

د عوامي نېشنل ګوند بشرا ګوهر هغه ټوېټ ري ټوېټ کړی چې پکې دغه ورځ په پاکستان کې د بشري حقونو د مبارزې عاصمه جهانګیر په نامه شوې ده. فرح ناز اسفهاني په خپل ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ د ښځو نړیواله ورځ د عاصمه جهانګیر په نامه، چې د پاکستان د کمزورو او بې وسه خلکو غږ وو.٬٬

په پاکستان کې د ښځو په نفسیاتي مسلو د رڼا اچولو په مهال میرمن مینه ګبینه د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې یو خبر ټویټ کړی او لیکلي يې دي: ٫٫ پاکستان کې تېر کال د ۵۰۰ نه سېواو ښځو د نفسیاتي او ذهني مسلو، غربت یا مالي مشکلاتو او کورنيو ستونزو له کبله د ځان وژلو یا خودکشې هڅه کړې وه.٬٬

میرمن ګبینه د پاکستان په حکومت غږ کړی چې په ښځو کې د غربت زیاتیدونکې شرحې او د دوي پرضد تشدد ته دې پام وکړي.

یوې بلې میرمن رابعه انعم بیا په ټوېټر د پاکستان سیاسي ګوندونو مشرانو ته غږ کړی چې د سوشل میډیا خپلو غړو (ټیمونه) ته دې اوايي، په خپلو ټوېټونو کې دې د ښځو عزت وکړي او دوي ته دې سپکې سپورې نه وايي.

د افغانستان د پارلیمان غړې فوزیه کوفي د اتم مارچ په موقع په خپل ټوېټر لیکلي: ٫٫ ښځې به په خپلو هڅو کې تر هغې بریالۍ نه شي تر څو چې ستاسو په رنګه سړي د برابر نړۍ لپاره وه نه دریږي.٬٬

د پنجاب ایالت پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر لور سارا تاثیر د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت هغه میاندې ستایلي چا چې خپلو بچو ته د ښځو د عزت کولو تربیت ورکړی وي. سارا تاثیر لیکلي: ٫٫ کومو میندو چې داکار نه وي کړی نو هغوي د دې ورځې د مبارکۍ لاېق نه دي او نه نورو ته د مبارکۍ ورکولو حق لري.٬٬ سارا تاثیر د ښځو نه بخښنه هم غوښتې او لیکلي يې دي: ٫٫ رېښتیا تل تراخه وي.٬٬

د هندوستان فلمي ستوري او د پیژندلي کرکټر ویراټ کوهلي میرمن انوشکا شرما د اتم مارچ په مناسبت ټولو ښځو ته د دې ورځ مبارکي ویلې او وايي: ٫٫ په خپل ځان پوځ یقین او هر وړوکې ګام لوې بدلون راولي. دغه بدلون به زر نه ښکاري خو اثر خامخا لري.٬٬