د امریکا فلورېډا ریاست چارواکو ویلي د جېکسن ویل ښار په یو مال یا د سودا اخېستو په ځاېې کې د ویډیو ګېمز مقابلو یا ټورنامنټ کې د یو تن لخوا ناتاره ډزې شوي چې پکې د برید کونکي تر څنګ درې کسان وژل شوی او نهه نور ژوبل شوي دي.
د جېکسن ویل ښاروال ماېک وېلېمز ویلي برید کونکی سپین پوستې وو چې د ډزو وروسته يې پخپله هم خپل ځان وژلی. ماېک وېلېمز په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو د شمېرې ویلو نه ډډه کړې ده.
د پېښې سمدستي وروسته په ټوېټر خپل پېغام کې ماېک وېلېمز په خلکو د پېښې د ځاېې نه د لرې اوسېدو غږ کړې.
Mass shooting at the Jacksonville Landing. Stay far away from the area. The area is not safe at this time. STAY AWAY #TheLandingMassShooting
— Jax Sheriff%27s Office (@JSOPIO) August 26, 2018
ایسوسي اېټډ پرېس د سرچینو لا خوا ویلي برید کونکي د برید وروستو خپل ځان هم وژلې.
د فلورېډا ګورنر رک سکاټ ویلي د جېکسن ویل چارواکو سره ېې لوظ کړې چې دوي سره به هر قسمه مرستې کوي. ګورنر په خپل یو ټویټ پېغام کې ویلي، جېکسن ویل ښار ته روان دې چې ځايي امنیتي چارواکو سره اويني. نوموړي ویلي ایالتي امنیتي چارواکي دا وخت متاثره خلکو ته مرستې رسوي.
ګورنر سکاټ زیاته کړې صدر ډانلډ ټرمپ ده ته ټیلي فون کړې او د پېښې وروستو يې د وفاقي مرستو وړاندیز هم کړی.
Heading to Jacksonville now to meet with local law enforcement. State law enforcement is currently providing assistance.
— Rick Scott (@FLGovScott) August 26, 2018
جېکسن ویل ښار د فلورېډا پارک لېنډ نه ۴٨٠ کلومېټره لرې دی چرته چې د فرورۍ په میاشت کې په یو سکول کې د ډزو په پېښه کې یو وسله په لاس تن ١٧ کسان وژلې وو.