پېښور هايي کورټ په مردان او اېبټ اباد کې د ماشومانو لپاره د عدالتونو جوړولو منظوري ورکړې

د پېښور سترې محکمې یا هايي کورټ د خېبر پښتونخوا په دوو ښارونو مردان او اېبټ اباد کې د ماشومانو د قضیو (کېسونو) اوریدنې لپاره ځانګړي عدالتونو جوړلومنظوري ورکړې ده. دغه ځانګړي عدالتونه به د اګست د میاشتې نه په رسمي توګه خپل کار پېل کړي.

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې روان کال د مارچ په میاشت کې د ماشومانو لپاره هم دغه شان دالت پرانسته شوې او یاد عدالت د نړیوال معیار سره سم د ماشومانو د قضیو اورونه کوي.

د ملګرو ملتونو تر مخه په پاکستان کې ۱۵ لکه ماشومان په لارو کوڅو کې کارونه روزګارونه کوي او ډیر په اسانه د یو شمیر جرمونو تر څنګ د جنسي زیاتیو سره مخ کیږي. عمران ټکر وايي دغه عدالتونو سره به د ماشومانو د حقونو خونديتوب او دوي ته تحفظ ورکړی شي.

د ماشومانو دې ځانګړي عدالتونه ته د یوې غیردولتي ادارې ګروپ ډېوېلپمنټ پاکستان لخوا تکنیکي او پرمختیايي مرستې ورکړل شوي. د یادې ادارې په خېبر پښتونخوا کې مشر یا کوارډینېټر عمران ټکر وي او ای ډیوه ته پخلی کړی چې د عدالتونو لپاره ودانۍ ترلاسه شوي او اوس به د اګست د میاشتې نه باقاعده کار پېل کړي.

عمران ټکر ویلي: ٫٫ د عدالتونو عملې یا کار کونکو ته د نړیوال معیار تربیه ورکړی شوې.٬٬

د ګروپ ډېوېلپمنټ پاکستان پښتونخوا غړي عمران ټکر تر مخه د پېښور، مردان او اېبټ اباد تر څنګ د ګردې پښتونخوا په ۳۴ ضلعو په مرکزي ښارونو کې به د ماشومانو لپاره دغه ځانګړي عدالتونه پرانستل کیږي. نوموړي د دغه عدالتونو لپاره د حکومتي مرستومننه هم کړې.

د عمران ټکر په وینا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په کال ۲۰۱۰م کې د ماشومانو د خونديتوب یا تحفظ قانون منظور کړی او یاد عدالتونه هم د دغه قانون د لاندې جوړیږي. د نوموړي په وینا د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره به دغه عدالتونه مهم رول ولوبوي.

عمران ټکر ویلي د پاکستان مرکزي پارلیمان په کال ۲۰۱۸م کې د ماشومانو د عدالتونو(جېوېناېل جسټس سسټم) قانون منظور کړی.