کندهارکې دامریکا متحدو ایالتونو د پوځ په موټر چاودنه شوې

.

د افغانستان سویلي کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ هوايی ډګر ته نږدې دامریکا متحدوایالتونو د پوځ په يو موټر خښ شوی ماین چاودنه کړې.

په افغانستان کې دناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې ویلي دپیښې درامنځته کیدو پخلی کړی او ویلي دي دا پیښه د شنبې/ خالي په ورځ رامنځته شوې دامریکايي ځواکونو یوموټرپه نښه شوی دی.

ناټو په دې بیان کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو جزیات نه دي ورکړ خو د دې ماموریت یو ویاند دالمان خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي په دې پيښې څیړنه روانه ده او له بشپړیدو وروسته به یې په اړه نور معلومات وړاندې کوي.

که څه هم د کندهار سیمه ییزو چارواکو له دې پیښې بې خبري ښودلې خو یوه سیمه ییز افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي په سړک هغه خښ شوی ماین نن د شنبې ورځې په ۱۱ بجې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې دنړیوالو ځواکونو د کاروان په یوموټر شوی.

بلخوا وسله والو طالبانو د دې پښې مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې د خښ شوی ماین په چاودنه کې په موټر کې ناست ګن شیمرامریکایان وژلي دي.

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ زره د امریکا متحدو ایالتونو پوځیان میشت دي او که له طالبانو سره دسولې موافقه لاس لیک شي ممکن ددې پوځیانو یوه برخه له افغانستان څخه بیرون شي.

د بهرنیو ځواکونو په موټرد ماین چاودنې رپوټ په داسې حال مخې ته راغلی چې دا مهال دافغان سولې لپاره دامریکا متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې په قطر کې په رسمي توګه دبیا ځل لپاره نه دي پیل شوي.

د رپوټونو له مخې ویل کیږي چې طالبانو دسولې د موافقې طرحه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سپارلې او په نږدې وخت کې به د هوکړې د لاس لیک نیټه اعلان شي.