کراچۍ: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د ټي ټي پي "مهم ترهګر" یې وژلی

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې ده چې ددغه ښار د پولیسو په مرکزي دفتر ترسره شوي برید کې ککړ د ټي ټي پي یو "مهم ترهګر" یې وژلی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو مشر یا ډي آي جي اصف اعجاز شیخ د نهې یا سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د کراچۍ په ناردرن باي پاس د موچکو په سیمه کې پولیسو د ترهګرو سره مقابله کړې ده چې پکې "د تحریک طالبان پاکستان مهم ترهګر عمر فاروق" وژل شوی دی.

د پولیسو مشر ویلي په دې وروستیو کې چې د کراچۍ د پولیسو په دفتر کوم برید شوی ؤ د هغې پلان هم دغه وژل شوي ترهګر جوړ کړی ؤ.

هغه ویلي د ترهګرۍ ضد پولیسو د خفیه اطلاع په ترلاسه کولو سیمه کې چاپه وهلې وه خو وایي په دغه موقعه ترهګر په پولیسو ډزي کړي اؤ په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ هم د ترهګرۍ ضد محکمې یا سي ټي ډي پولیسو دعوه کړې چې وه د کراچۍ څخه یې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې دوه "مهم ترهګر" نیولي دي.

د پولیسو مشر یا ډي آي جي اصف اعجاز شیخ ویلي وؤ دا ترهګر د کراچۍ د جنجال ګوټ سیمې څخه د عملیاتو په مهال نیول شوي دي اؤ دعوه یې کړې وه چې نیول شوو ترهګرو د ټولنیزو رسنیو د شبکې له لارې په افغانستان کې د ټي ټي پي سره تماسونه درلودل اؤ د تحریک طالبان پاکستان لپاره یې پنګې راټولولې.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ اوړمه ورځ د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس آي مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف رسنیو ته ویلي وؤ چې سږ کال ترهګریزو بریدونو اؤ وسله والو سره نښتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي.

هغه ویلي وؤ امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.