د پاکستان د نوي بجټ مهمې برخې او حکومتي اهداف 

د جمعې په ورځ وړاندې شوي بجټ کې د حکومتي کارکونکو دپاره په تنخواګانو کې اضافه، ځوانانو لپاره د لېپ ټاپ پروګرام او د معاش کم نه کم حد 32000 روپۍ ټاکل شوی دی. په ټېکسونو کې اضافه نه ده شوې خو په دفاعي بجټ‌کې د 15 فیصد نه زیاته اضافه تجوزیر شوي ده

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د 2023-24 مالي کال لپاره 14.46 کهرب روپو بجټ وړاندې کړی چې پکې د 6 کهرب روپو خساره شامله ده یعنې حکومت به د خپل ټول آمدن په نسبت 6 کهرب ډالره زیاتې پېسې خرڅ کوي.‌

د بجټ اهم ټکي

د جمعې په ورځ وړاندې شوي بجټ کې د حکومتي کارکونکو دپاره په تنخواګانو کې اضافه، ځوانانو لپاره د لېپ ټاپ پروګرام او د معاش کم نه کم حد 32000 روپۍ ټاکل شوی دی. په ټېکسونو کې اضافه نه ده شوې خو په دفاعي بجټ‌کې د 15 فیصد نه زیاته اضافه تجوزیر شوي ده.

اقتصادي وده

د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د مجموعي کورني آمدن (جي ډي پي) د ترقۍ یا ودې هدف 3.5 فیصد اېښودی. تېرمالي ‌کال کې حکومت د جي ډي پي اېښودي ۵ فیصد ودې هدف په ځاې د یو فیصد درېمه برخه وده ترلاسه کړې.‌‌

د ګرانۍ هدف

حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ګرانۍ هدف 21 فیصد اېښودی. د پاکستان اقتصادي جاېزه رپورټ ترمخه د تېرکال جولايي‌ میاشت نه د روان کال مارچ میاشت پورې په ملک کې اوسط ګراني 28.2 فیصد رېکارډ کړی شوې.

د ټېکسونو هدف

د ټېکسونو وفاقي ادارې اېف بي آر راتلونکي مالي کال لپاره د ټېکسونو راغونډولو هدف 9,200 ارب روپۍ اېښودی چې د تېر کال په نسبت 23 فیصد زیاتوالی دی.

ټېکسونو کې د زیاتوالي نه کولو فېصله

د خزانې وزیر اسحاق ډار اعلان کړی چې راتلونکي کال لپاره به د وړاندې نه په ځاې ټېکسونو کې نور زیاتوالي نه کوي.

حکومتي خرچې

د روان مالي کال لپاره حکومتي خرچې 13،320 ارب روپۍ اېښودل شوي. دا د تېر کال بجټ په نسبت 53 فیصد زیاتې دي.

د حکومتي خرچو لوی برخې

ترقیاتي بجټ

حکومت د 2023-24 مالي کال بجټ کې د وفاقي او صوبايي ترقیاتي منصوبو لپاره 2709 ارب روپۍ اېښودي. تېر کال ترقیاتي بجټ 2,158.8 ارب روپۍ وو. ترقیاتي بجټ د تېرکال په نسبت 25 فیصد سېوا کړی شوی او د مجموعي کورني آمدن یا جي ډي پي 2.6 فیصد برخه جوړیږي.

دفاع

بجټ کې د دفاع لپاره 1804 ارب روپۍ اېښودی شوي. د دفاع بجټ د تېر کال په نسبت 15.4 فیصد زیات کړی شوی.

د سود سره د قرضونو واپسي

پاکستان به په راتلونکي مالي کال کې په قرضونو 7303 ارب روپۍ د سود سره واپس کوي چې د تېر کال په نسبت 85 فیصد زیاتې دي. پاکستان به د ټولو حکومتي خرچو 55 فیصده پېسې د قرضونو په سود ورکوي.

د تعلیم او صحت لپاره بجټ

وفاقي حکومت د تعلیم خرچو لپاره 97.1 ارب روپۍ او د صحت خرچو لپاره 24.2 ارب روپۍ اعلان کړي.‌

د ځوانانو لپاره د لېپ ټاپ سکیم

د خزانې وزیر اعلان کړی چې د ملک حقدار تعلیم یافته ځوانانو ته یو لاک لېپ ټاپونه ورکولو لپاره یې 10 ارب روپۍ اېښودو فېصله کړې.

د وفاقي ملازمینو په تنخواګانو کې زیاتوالی

حکومت د ګرېډ 1-16 وفاقي ملازمینو په تنخواګانو کې په اېډهاک (عارضي بنیاد) د 35 فیصد او د ګرېډ 17-22 ملازمینو په تنخواګانو کې د 30 فیصد زیاتوالي اعلان کړی.‌

د رېټایرډ وفاقي ملازمینو پېنشن کې زیاتوالی

حکومت په بجټ‌ کې د رېټایرډ وفاقي ملازمینو په پېشن کې د 17.5 فیصد اضافې اعلان کړې.

د کم نه کم تنخوا حد

حکومت په راتلونکي بجټ‌ کې د کم نه کم تنخوا حد 32000 روپۍ ټاکلی.