خلیل زاد: افغانستان او ایتلافي هیوادونه دې د پاکستان پرضد ودریږي

khalilzad on kabul blast

په ملګروملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر او وتلی ډیپلوماټ ډاکټر زلمی خلیلزاد وايي که پاکستان په خپله خاوره د ترهګرو ځالې ختمې نه کړي نو افغانستان او نړیوال ایتلاف دې ددغو ترهګریزو مرکزونو پرضد بریدونو باندې غور وکړي.

د کابل خونړي برید وروسته ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه باندې درې جلا ټویټونو کې پدغه پېښه سخت غبرګون ښودلی.

د کابل پدغه برید کې چې د چهارشنبې په ورځ په وزیر اکبرخان سیمه کې د جرمني سفارت ته څېرمه شوی وه تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زیات ژوبل شوي وه.

نوموړي په خپلو دغو ټویټونو کې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ هم هشټګ کړیدی.

خلیلزاد وايي که چېرې د افغانستان د استخباراتي ادرې دغه دعوا ثابته شي چې د کابل په خونړي برید کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس دی نو بیا همدا تر ټولو سم وخت دی چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد وګرځول شي.

دی زیاتوي که چېرې د افغانستان استخباراتي ادارې کړې دعوا ثابته شي نو باید افغانستان او ایتلافي هیوادونه د پاکستان پرضد ودریږي.

د پاکستان او افغانستان په چارو کې یو وتلی څېړونکی رحیم الله یوسفزي ډیوه ته ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ باور تر ټولو په ټیټه کچه دی او ددې ختمولو لپاره په کار ده چې دواړه هېوادونه د یوه دریم ګړي په شتون کې خپلې شخړې هوارې کړي.

ښاغلی یوسفزی وايي که داسې وه نشي نو د دواړو هېوادونو لخوا په یوه بل د تورونو د لګولو لړۍ به همداسې دوام ولري.