خوګه خیل قام په تورخم د کسټم ټرمینل د تعمیر کار ودرولی

په تورخم کې د خوګه خیل قام د احتجاج باوجود د تورخم پوله په مکمله توګه خلاصه ده اؤ د پولې دواړو غاړو ته د تجارتي توکو نه د ډکو ګاډو تګ راتګ دوام لري

د خیبر ضلعې د شینوارو خوګه خیل قام په تورخم پوله د کسټم د نوي ټرمینل د تعمیر کار ودر ولی او دغلته یې احتجاجي کېمپ لګولی دی.

د احتجاج کوونکو دریځ دی چې د کسټم ترمینل دپاره د ځمکې په بدل کې حکومت دوی ته د لوظ سره سم مراعات لا نه دي ورکړي.

په تورخم کې د اېن اېل سي یو چارواکي ویلي ادارې یې خوګه خیلو قام سره نه خو څه لوظنامه کړې او نه د داسې ډول معاهدې اختیار لري. دغه چارواکي وویل خوګه خیلو قام ته یې د کسټم نه ترلاسه کېدونکو پېسو کې برخه زیاته کړې ده.

خوګه خیل وايي د احتجاج په ترڅ کې د یې اېن اېل سي نه د تېرو څو میاشتو راهسې دغه پېسې نه دي اخیستي.

د خوګه خیل قام مشران وايي چې د حکومت له اړخه ژمنه شویو مراعاتو په اړه یې قریباً څلور میاشتې وړاندې د فیډرل بورډ اف ریونیو، کسټم اؤ د نیشنل لاجسټک سېل چارواکو سره خبرو کې په دې اتفاق شوی و چې د کسټم ټرمینل د پاره که چېرې حکومتي ادارې د مخکنۍ لوظنامې په اساس د څلور سوه کناله ځمکې نه نوره زیاته ځمکه د ټرمینل د پاره استعمالوي نو خوګه خیل قام ته به اضافی پېسې ورکوي.

د دې ترڅنګ د اضافي ځمکې په عوض کې به د ټرمینل په نوکریو کي د خوګه خیل ځوانانو له د روزګار برخه ورکوي، د ټرمینل نه تر لاسه کېدونکې مالی ګټو کي به هم د قام برخه وي او د حکومتي ادارو اؤ خوګه خیل تر منځ به یوه نوي لوظنامه لاس لیک کیږي. د خوګه خیلو مشران وايي په دې اړه ورله په سیمه کي موجود امنیتې مامورینو هم ډاډ وکړی و.

د خوګه خیل مشران وايي واړه حکومتي ادارې اؤ امنیتي چارواکي ددغه لوظ نامې لاس لیک کولو بغیر د څه عذر او د دوی سره د خبرو نه ډډه کوي.

احتجاج کؤونکی خوګه خیل دا هم تور پورې کوي چې دوی ته د ژمنه شویو مراعاتو نه ورکولو په لاره کې لوی خنډ د نېشنل لاجسټک سیل یا NLC اداره ده ځکه چې که څه هم د ځمکې ورکولو یا اخیستلو سودا د فیډرل آف ریوینو سره شوې وه خو د ټرمینل د تعمیر ټهیکه یا قرارداد NLC ته ورکړی شوې وه اوس چې NLC د ټرمینل نه د مالي ګټو خوند واخیستلو نو د خوګه خیل قام برخو ته یې نیت خراب شوی.

د NLC اداره دا مهال د ټرمینل نه تیریدونکي هر تجارتي ګاډی په سر خوګه خیل قام له شپږ سوه روپۍ ورکوي خو د خوګه خیل قام غوښتنه ده چې دغه رقم دې باید د وخت تیریدو سره په مخصوصه فیصدي شرح اضافه شي. د قام مشران وايي د تیرو څلور میاشتو راهیسې یې د احتجاج په توګه دغه د ټرمینل ګټه نه ده اخیستې.

د خوګه خیل قام یو مشر مفتي اعجاز شینواري وايي هیڅ کله یې هم د جدید کسټم ټرمینل د جوړېدو مخالفت نه دی کړی ځکه چې د دې جوړیدو سره به افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت اسان اؤ زیات شي اؤ ورسره به ځائي خلک د روزګار وسیلې ترلاسه کړي.

مفتی اعجاز شینواري وايي فقط د خپلو غوښتنو پوره کېدو دپاره یې احتجاج شروع کړی او نه غواړي چې څه قسمه شر او یا د تورخم په پوله بدامني جوړه کړي.

خوګه خيل وايي تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي احتجاج به یې دوام لري.

د خوګه خیل قام له اړخه لګول شؤو تورونو په ځواب کې په تورخم کې د NLC ادارې ډائریکټر جنرل کرنل (ریټایرډ) عزیز خان VOA نیوز ته وویل چې اول خو دا خبره بیخي غلطه ده چې د هغه ادارې یعنی NLC د چا سره د څه رسمي لوظ نامې دلارې ژمنه کړي اؤ دا ځکه چې په قانوني توګه د داسې کولو اختیار نه لري.

هغه البته زیاته کړه چې د خوګه خیل قام مشرانو سره د هغوئ د غوښتنو په اړه وخت په وخت شوؤ خبرو په نتیجه کې هغه د خپله اړخه د ټرمینل نه تر لاسه کیدونکې ګټه کي د یوې تجارتي لارۍ په سر ورکول کیدونکې شپږ سوه روپۍ تر اووه نیم سؤو پورې اضافه کړې خو خوګه خیل دغه اضافه رقم اخیستلو ته تیار نه دی.

د کرنل (ریټایرډ) عزیز خان په وېنا د اضافه رقم په حکله هم د خزانې مرکزي وزارت خپل تحفظات وړاندې کړي وو اؤ دغه رقم د اضافې نه یې انکار کړی و.

په تورخم کې د خوګه خیل قام د احتجاج باوجود د تورخم پوله په مکمله توګه خلاصه ده اؤ د پولې دواړو غاړو ته د تجارتي توکو نه د ډکو ګاډو تګ راتګ دوام لري.