خېبر پښتونخوا کې د حکومتي اعلانونو پرته بازارونه خلاص او ګڼه ګوڼه لیدل کیږي 

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس د خورېدو وروستو ایالتي‌ حکومت اعلان کړی چې بازارونه او دکانونه به بند وي خو بيا هم د خېبر پښتونخوا بازارونه او دکانونه خلاص دياو ځاې پر ځاې د خلکو ګڼه ګوڼه هم هغه شان لیدل کیږي.

په پاکستان کې که څه هم په ولسي کچه دا غوښتنه کېږي چې حکومت دې د داسې خلکو پضد سخت ګامونه پورته کړي چې د حکومت د وینا وروسته هم بهر ګرځي او د خپل ځان تر څنګ د نورو خلکو ژوند هم په خطر کې اچوي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د خېبرپښتونخوا حکومت د خالي په ورځ په ډاګه ویلي چې خلک دې د درې ورځو پورې په خپلو کورونو کې بند پاتې شي،‌ د ګاډو تګ راتګ به بند وي او بازارونه به هم تړل کېږي.

په مردان کې تر ننه (اتوار/ یکشنبې) د کرونا وايرس له امله د منګا درګۍ سيمې يو تن مړ شوی هم دی. د دغه سیمې یو ځايي تن بخت محمد وايي،‌ دلته د يو تن د مرګ وروستو بايد د نورو سيمو په پر تله زيات او سخت ګامونه واخستل شي.

بخت محمد وايي،‌ لکه څنګه په کراچۍ کې د لاک ډاون يا سيمې د تړلو پرېکړه وشوه بايد دلته هم وشي ځکه چې دلته خلک دا مسئله سنجيده نه اخلي، بازارونه بايد بند شي چې داسې دا وايرس د نور خورېدو سبب جوړ نه شي.‌

د خېبر پښتونخوا د چارواکو په وينا په مردان کې د کرونا وایرس د لاسه د لومړي تن د مرګ وروستو،‌ هغوي شاوخوا ۴۰ ملګري او خپل خپلوان ځان له کړې شوي دي.

په جدا کړی شوي‌ کسانو کې د شلو نمونې اسلام اباد ته لېږل شوې چې پکې په پينځه کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.

په منګا سيمه کې د کرونا پېښې رامنځ ته کېدو وروستو د اتوار په ورځ هم هغه سيمه تړل شوې ده خو د مردان ضلعې لوی لوی بازارونه د اتوار په ورځ هم خلاص وو.

د صوبايي حکومت او ضلعي انتظاميې له خوا اعلان شوی چې راروان دوه ورځې به عوامي سورلۍ بندې وي، مارکيټونه به هم تړل شوي وي او خلک بايد په کورونو کې ځان وساتي خو خلک دغه هداياتو ته په سنجيده نظر نه ګوري.

د چارواکو د وينا وروستو پېښور ښار په مکمله توګه تړل شوی خو نورې ضلعې لکه مردان، چارسده، صوابۍ د دغه احکاماتو باوجود هم خلاصې دي او د خلکو ګڼه ګوڼه په نظر راځي.