ای اېن پي وايي د خېبرپښتونخوا حکومت زیاتره ترقیاتې پنګې نه دي مصرف کړي

اېمل ولي خان د پرمختیايي پنګو د مصرف په اړه په ټوېټر خپل پېغام دا پوښتنه هم وکړه چې ايا دا د اتلسم ترميم وجه ده او که د حکومت نا اهلي؟

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د حزب اختلاف عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان ويلي صوبايي حکومت سږ کال د پرمختيايي پنګو ۷۱فيصده برخه نه ده خرڅ کړې.

اېمل ولي خان د پرمختیايي پنګو د مصرف په اړه په ټوېټر خپل پېغام دا پوښتنه هم وکړه چې ايا دا د اتلسم ترميم وجه ده او که د حکومت نا اهلي؟

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا يو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ويلي په صوبه کې دا وخت غېرمعمولي حالات دي او حکومت نه شي کولی چې زياتې پېسې په پرمختيايي برخه کې ولګوي.

د اقتصاد ماهر لحاظ علي وايي د روان مالي کال په بوديجه کې د صوبې او ضم شوو ضلعو لپاره بېل بېل پرمختيايي فنډ ټاکل شوی و خو په دغه کې يواځې ۳۰ فيصده او ۱۶ فيصده برخه خرچ شوې ده.

خو نوموړی دا دريځ لري چې د کورونا وبا له امله هم صوبې ته په پرمختيايي پنګو لګولو کې ستونزې رامخې ته دي. د دې له کبله ټول سرکاري پرمختيايي کارونه ولاړ دي، هم دا وجه ده چې دغه پېسې ونه لګول شوې.

د خېبرپښتونخوا حکومت د ۲۰۱۹،۲۰م په بوديجه کې د صوبې پرمختيايي منصوبو لپاره ۲۳۶ اربه روپۍ کېښودې وې چې پکې يواځې ۶۹ اربه روپۍ لګولې دي.

د دې ترڅنګ په صوبه کې د ضم شوو نوو ضلعو لپاره ۸۳ اربه روپۍ بېلې کړې شوې وې خو يواځې ۱۳ اربه روپۍ لګول شوې دي کوم چې ۱۶ فيصده جوړېږي.

ځيني ماهرين دا دريځ لري چې په نوو ضم شوو ضلعو کې د بنيادي اډاڼې د نيشتوالي له امله صوبايي حکومت ته د پېسو خرڅ کولو په مد کې ستونزې رامخې ته دي او په دغه سيمو کې د پرمختيايي کارونو د نيشتوالي يو علت دا هم ښودل کېږي.