د خېبرپښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې اعلا عدالتونه اعلان کړل

پېښور هاي کورټ

د خېبر پښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو ته عدالتي نظام د غځوولو لپاره په هره قبایلي ضلع کې د ډسټرکټ اینډ سیشنز کورټ یا ضلعې عدالت د قایمولو اعلان کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د وروستۍ اعلامیې خپرولو سره به په قبایلي ضلعو کې د (زېلی) ښکته عدالتو پرځای کولو لپاره لاره هواره شي. د اعلامیې ترمخه نیمې قبایلي سیمې یا پخوانۍ د ایف ار علاقې به د نژدې قبایلي ضلعي عدالت د اختیار د لاندې راځي.

د پېښور هايي کورټ رجسټرار وجیح الدین خبریالانو ته وویل اعلا عدالت صوبايي حکومت ته د تېرکال جولاي میاشت کې یو سمري لیږلې وه چې قبایلي ضلعو کې ډسټرکټ اینډ سیشنز کورټس یا ضلعي عدالتونه پرځای کړي. نوموړي وویل د دې بغیر هاي کورټ په قبایلي سیمو کې د ضلعي قاضیانو ټاکنه نه شي کولی.

وجیح الدین وویل د ضلعي عدالتونو پرځای کولو سره دوی تیار دي چې قبایلي ضلعو ته ماتحت عدالتونه وغځوي.

ددې وړاندې د پېښور هاي کورټ د یو وکیل علي عظیم افریدي په درخواست ب صوباي حکومت ته حکم کړی و چې په یو میاشت کې دننه په قبایلي ضلعو کې ماتحت عدالتونه پرځای کړي خو صوباي حکومت د پېښور هايي کورټ دغه فیصله په سپریم کورټ کې چیلنج کړه. وروسته سپریم کورټ صوباي حکومت ته په قبایلي ضلعو کې د ماتحت عدالتونو پرځای کولو لپاره د شپږو میاشتو وخت ورکړو.

د پېښور هايي کورټ وکیل علي عظیم افریدي ډیوه ریډیو ته وویل په نویو قبایلي ضلعو کې د ضلعي عدالتونو اعلانولو سره په دغه سیمو کې د انتظامي افسرانو عدالتي واک اختیار ختم شو. نوموړي وویل اوس به د یوې پېښې په اړه ایف آي آر درج کوونکی افسر د مقدمې په سر د فېصلې ورکولو اختیار نه لري او انتظامي افسر به ایف آي آر درج کولی شي خو د سزا ورکولو اختیار به نه لري.

علي عظیم وویل عدلیه به اوس د انتظامي افسر د اختیاراتو نګراني کوي.

د پېښور هاي کورټ د صوباي حکومت نه غوښتنه کړې چې په اووه قبایلي ضلعو کې د ۵۲ عدالتي افسرانو ضرورت دی چې پکې په هره ضلع کې یو سیشنز جج، ۱۴ ایډیشنل ډسټرکټ اینډ سیشنز ججان، اووه سینیر سول ججان او ۲۴ سول ججان شامل دي.