اېچ آر سي پي: د خېبرپښتونخوا د نوو ضلعو د ترقۍ ژمنې لا نېمګړي دي 

تېره هفته د خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې نوی بجټ اسمبلۍ ته پېښ کړو. په بجټ کي د صوبې نویو (قبایلي) ضلعو دپاره په مجموعي توګه يو سل نهه نوي اربه او د صوبي نورو ضلعو دپاره نهه سوا نورلس اربه روپۍ بېلې کړی شوي دي

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیم هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان HRCP پخپل تازه رپوټ کې په هېواد کې د بشري حقونو په سرغړونو اندېمښني ښودلي او وايي‌ په زوره د خلکو د ورکېدو لړۍ دوام لري او په کال ۲۰۲۰ م کې قبايلي ضلعې په صوبه کې د ورګډولو وعدې هم لا ترډېره حده نيمګړې پرتې دي.

د بشري حقونو تنظیم HRCP د کال ۲۰۲۰ په اړه خپل کليز رپوټ خپور کړی.

د بشري حقونو د څار تنظيم مشرې حنا جېلاني لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي د قبايلي سيمو د پاره ټاکل شوي لس کليزه منصوبه باندې پوره عمل نه دی شوی او د دغې سيمو د ترقۍ د منصوبو د پاره ټاکل شوې ۷۴ اربه روپو کې صرف ۳۷ اربه روپۍ په کال ۲۰۲۰م کې ورکړل شوي دي.

دغه رپوټ وايي‌ په خېبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات هم تراوسه د ځنډ ښکار دي چې لکبله يې د بلدياتي نظام د پاره ټاکل شوي ۴۶ اربه ترقیاتي بجټ کې ۴۳ اربه روپۍ نه دي لګول شوي.

د بشري حقونو د څار کمېشن په خپل تازه رپوټ کې وايي‌ د لادرکه خلکو د موندلو د پاره جوړ کمېشن په کال ۲۰۲۰ م کې د خېبر پښتونخوا يواځې ۱۳۳۵ کسان موندلي خو وايي د دغې سيمې نه په زوره د ورک کړل شويو کسانو شمېره ډېره زياته ده.

په دغه رپوټ کې اندېښنې څرګندې شوي چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د امنيت وضع خرابه ده او دغلته د ترهګرۍ او هدفي وژنو پېښې روانې دي

رپوټ زياتوي په صوبه کې د مذهبي اقليتي ډلو او نرښځيانو سره تشدد زيات شوی او د ماشومانو د جنسي تيريو پېښې هم زياتې شوي د د ې سره سره د ښځو سره هم د زور زياتي پېښې زياتې شوي دي.

د بشري حقونو تنظيم رپوټ وايي خېبرپښتونخوا صوبه کرونا واېرس هم ډېره ځپلې او ۱۶۴۹ کسان يې وژلي او په دغه صوبه کې ۵۸۷۰۰ نه زياتو کسانو ته دغه واېرس ور پورې شوی، رپوټ وايي‌ د تېر کال تر آخېره د صوبې په ۳۵ ميلينه وګړو کې يواځې پينځه لکه خلکو ته ويکسين لګول شوي .

رپوټ وايي په کال ۲۰۲۰م کې د صوبې جيلونه د خپل حد نه زيات ډک وو او په عدالتونو د مقدمو بیړه زياته وه خو وايي په دغه کال کې ښه خبره دا وه چې د پېښور هايي‌کورټ د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوي ۲۰۰ کسان خوشي کړي او په ټول کال کې يو تن ته پانسي ورکړل شوې.

دغه رپوټ زياتوي چې د حکومت له اړخه پر الیکټرانک، پرنټ او سوشل میډیا د بندیزونه هڅې څرګندوي چې په اوسني وخت کې په پاکستان کې د راېې څرګندونه د خطرې سره مخ ده-

د پاکستان حکومت د دې خبر د چاپ کېدلو پورې د بشري حقونو کمېشن رپوټ ته خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

تېره هفته د خېبرپښتونخوا حکومت د صوبې نوی بجټ اسمبلۍ ته پېښ کړو. په بجټ کي د صوبې نویو (قبایلي) ضلعو دپاره په مجموعي توګه يو سل نهه نوي اربه او د صوبي نورو ضلعو دپاره نهه سوا نورلس اربه روپۍ بېلې کړی شوي دي.

د خزاني وزير تيمور سليم جهګړا وویل مجوزه بجټ د خېبر پښتونخوا د تاريخ تر ټولو لوی ترقياتي بجټ دی چې دپاره یې دري سوا يو اوويا اربه روپو وړانديزونه شوي دي۔

د خزاني وزير وویل ترقیاتي بجټ کې د تېر کال په مقابل کې لس فيصد اضافه شوي ده او سل اعشاريه دري اربه روپۍ به د صوبې په نویو ضلعو کي به مصرف کولی شي او د دې ترڅنګ دوه سوا اوويا اربه روپۍ نورو ضلعو دپاره ټاکل شوي دي.