د خېبرپښتونخوا د پوهنتونونو د مالي کړکېچ ذمه وار حکومت او که انتظامي معاملات دي؟

په سوشل مېډیا د پېښور پوهنتون د مالي ستونزو په اړه د بحث راپارېدلو وروسته د پښتونخوا اعلا وزیر د اطلاعاتوخصوصي سلاکار کامران بنګش په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دا تاثر سم نه دی چې صوبايي حکومت د صوبې د پوهنتونوسره مالي مرستې نه کوي

د خېبر پښتونخوا د پوهنتونو استاذان وايي د حکومت لخوا په مرستو کې د کمۍ له وجې د صوبې زیاتره پوهنتونونه د مالي ستونزو سره مخامخ شوي.

د پېښور پوهنتون د استاذانو تنظیم پیوټا مشر فضل ناصر وي او اې ډیوه ته ویلي ”حکومت یو خوا د صوبې پوهنتونونو سره مالي مرستې نه کوي بل خوا یې د اتلسم ترمیم نه وروسته د لوړو زدکړو په اېکټ کال1974 کې داسې بدلونونه کړي دي چې له وجې یې د صوبې په پوهنتونو مالي بوج زیات شوی”

په سوشل مېډیا د پېښور پوهنتون د مالي ستونزو په اړه د بحث راپارېدلو وروسته د پښتونخوا اعلا وزیر د اطلاعاتوخصوصي سلاکار کامران بنګش په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دا تاثر سم نه دی چې صوبايي حکومت د صوبې د پوهنتونوسره مالي مرستې نه کوي.

کامران بنګش وايي چې پوهنتون د صوبايي حکومت نه د 1.4 اربه روپو فوري مرستې غوښتي دي. حکومت وړاندې هم مرستې کړي او بیا به هم کوي.

د پېښور پوهنتون یو استاد پروفېسر فخرالاسلا په خپل فېس بک پاڼه لیکي دي چې پېښور پوهنتون د یو داسې مالي بحران سره مخامخ دی چې خپلو کارکونکو ته به د جنورۍ د میاشتې تنخواه هم ورنکړی شي.

کامران بنګش واي په دې اړه د لوړو زدکړو سېکرټري ته د بېړنیو مرستو لپاره د رپورټ تیارولو ویلي شوي دي خو حکومت پوهنتون ته د انتظامي معاملاتو سمولو شرط هم اېښودی دی.

په دې اړه د پېښور پوهنتون د استاذانو د تنظیم پیوټا مشر فضل ناصر وايي چې د پوهنتون ټوله کلنیزه خرچه 4 اربه او 45 کروړه روپۍ ده ،امدن يې 3 اربه او 30 کروړه دې چې پکې دوه اربه یونیورسټي خپلې لري او یو ارب او دیرش کروړه روپۍ ورته دوفاقي حکومت لخوا ورکړی کېږي. صوبايي حکومت ورته مستقل بجټ نه ورکوي.

فضل ناصر وايي چې صوبايي حکومت د کال 2016 نه وروسته یونیورسټۍ ته یواځې یو وارې د 35 کروړه ګرانټ منلې وو خو پههغې کې یې هم تر اوسه لس کروړه نه دي ورکړی.

د استاذانو د اتحاديي مشر وايي د امدن د کمېدو یوه وجه دا ده چې مرکزي حکومت په وفاق کې د لوړو زدکړو لپاره بجټ هم راکم کړی او د ټول هېواد د مجموعي پېداوار نه یې د تعلیم د پاره برخه د څلور فیصدو نو تر 1.7 پورې کم کړی ده چې اثر یې دپوهنتونو په مالي معاملاتو پرېوتي دي.

هغه وايي په دې لړ کې د پنجاب او سند صوبو حکومتونه د خپلو خپلو صوبو د پوهنتونونو سره هر کال مالي مرستې کوي. خو وايي په خېبر پښتونخوا کې داسې نه کېږي.

د پیوټا مشر وايي چې د صوبې حکومت په کال 2012 او په 16م کې د لوړو زدکړو په په اېکټ کال 1974 کې بدلونونه راوستلاو ددې د لارې یې پوهنتون د بي ای او اېم د طالب علمانو پرائیوېټ امتحانونو اخستلو اختیار او په صوبه کې د کالجونو دالحاق یا رجسټرېشن اختیار تر پېښور پورې محدود کړلو چې له وجې یې د پوهنتون امدني ډېره کمه شوه.

هغه وايي چې په انتظامي کچه به کمزورۍ وي خو د حکومت دا خبره سمه نه ده چې د موجوده مالي بحران وجه انتظامي معاملات دي.