کوهاټ کې د رشتې نه په انکار د مېډيکل کالج طالبعلمه وژل شوې

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې یو ځلمي د مېډيکل کالج د دريم کال طالبعلمه آسما بي بي د رشتې نه د انکار په سر وژلې ده.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه د کوهاټ د پوليس اېس اېچ او ګل جانان ويلي آسما په اېبټ آباد مېډيکل کالج کې د دريم کال طالبعلمه وه، هغه د ژمې چټيانو له کوهاټ ته خپلې کورنۍ له ورغلې وه چې یو ځايي ځوان او دهغه ملګرو پرې ډزې اوکړې او هغه درې ډزه اولګېده.

په هسپتال کې د ساه ورکولو نه وړاندې په خپل بيان نزع کې آسما د خپل قاتل نوم مجاهد افريدي ياد کړی. د کوهاټ د پوليسو ډي پي او عباس مجيد ويلي د مجاهد افريدي پر ضد د آسما بي بي د قتل مقدمه درج شوې ده.

د آسما پلار او تره په هسپتال کې دهغې د مرګ په وخت په سوشل مېډيا د پاکستان د صدر، وزيراعظم، چيف جسټس او پوځي مشر نه غوښتنه کړې چې د آسما قاتل دې زر تر زره ګرفتار کړي.

د آسما د کورنۍ غړو مطبوعاتو ته ويلي د دهغې قاتل مجاهد افريدي د پاکستان تحريک انصاف ګوند د يو ځايي مشر خپلوان دی، او غوښتل يي چې د آسما سره د رشتې لپاره په دوي دباؤ واچوي.

په سوشل ميډيا د آسما د آخيري سلګو ويډيو په تېزۍ سره خوره شوې، چې پکې آسما په اخيرۍ سلګو کې ډېر په تکليف د خپل قاتل نوم '' مجاهد آفريدي " يادوي.