د خېبر پښتونخوا تعليمي اېکټ ۲۰۱۸ ته د استاذانو قهرجن غبرګون

د پېښور په یو حکومتي سکول کې ماشومانې زدکړې کوي

د خېبر پښتونخوا د تعليمي اصلاحاتو د قانوني وړانديز په ضد قهريدلي استاذانو ګواښ کړی که غوښتنې يي پوره نه شوې نود اپرېل په ۱۷مه نېټه به د واکمن تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د کور مخې ته په بني ګاله کې احتجاجي مظاهره کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت اسمبلۍ ته د تعليمي اصلاحاتو قانوني وړانديز کړی چې ترمخه به يي د استاذانو د نوکرۍ بنيادي اډانه يا سروس سټرکچربدل شي او په ځاېې یې به ټاېم سکېل پاليسي عملي شي چې د تعليمي ماهرينو ترمخه به يي د استاذانود تنخوا سکېل د وخت سره سره اوچتيږي خو چې يو استاذ به کومه څوکۍ واخستل شي هم په هغې به ټول عمر ناست وي، نورو څوکيو لکه هېډ ماسټر، پرنسپل يا د تعليم د محکمې افسربه نه شي جوړېدی.

ددې تر څنګ په دغه قانوني وړانديز کې د سکول بېسډ پالیسي هم شامله ده چې پکې به يو استاذ چې په کوم سکول کې برتي شي ټوله نوکري به هم په هغه سکول کې کوي، بل سکول ته به یې بدلي نه کیږي.

د دغې قانوني وړانديز په ضد د سکولونو استاذانو سخت غبرګون ښودلی او نن يي د صوبي د يو شمېر لويو وړو ښارونو ترڅنګ په قبايلي سيمو کې هم احتجاجي مظاهرې کړي دي.
په مردان کې د استاذانو يوې احتجاجي مظاهرې ته چې پکې د تعليمي بورډ کاروکونکي هم شامل وو د خېبر پښتونخوا د استاذانو د سازمان مشر سېراج خان وویل صوبايي حکومت ورسره وعدې کړي خو تراوسه يي عملي کړي نه دي.

" د استاذانو نه د پېنشن او اېنکريمنټ (په تنخا کې اضافه) حق اخیستل کيږي مونږه به ددې په ضد تر هغې احتجاجونه کوو ترڅوچې زمونږه استاذانو ته د هغوي د خواهش مطابق نوټيفيکېشن (حکومتي امر) نه وي ورکړی شوی."

د مومندو قبايلي سيمې په غلنۍ کې هم استاذانو د تعليم د دغې نوي پالېسۍ په ضد احتجاجي مظاهره اوکړه مظاهرې ته د مومند اېجنسۍ د استاذانو د سازمان مشر مرجان علي مومند د بلوه شوي استاذانو غونډې ته اوېل د استاذانو سره د مېرې مور سلوک به په دغه وروسته پاتې سيمو کې د تعليم هلو ځلو ته نور زيان اورسوي، نوموړي ډيوه رېډيو ته اوېل،

"په قبايلي علاقو کې ترهګرۍ ډېر خلک ځپلي په سوونو سکولونه وران شوي خو ددغې سيمې استاذانو په ډېر سخت وخت کې هم خپله ډيوټي کړې خو د حکومت د نوې پاليسيو نه داسې بريښي چې دوي د تعليم محکمه پراېوېټ کول غواړي ځکه د استاذانو د نوکرۍ بينادي اډانه ختموي."

د تعليم د څانګې پخواني افسر او د پړانګ غار د نوي کلي د هایر سېکنډري سکول پرنسپل محمد اسلم خان هم د حکومت په ټاېم سکېل پاليسې نيوکې اوکړې.

اسلم خان وي او ای ډيوه ته اووېل، "په زوړ نظام يا سروس سټرکچر کې د استاذانو لپاره اوږد مهاله مراعات وو پکې د استاذانو د ترقۍ لارې خلاصې وې خو په نوي ټايم سکېل کې به يو پي ټي سي استاذ ټول عمر په دغه څوکۍ ناست وي، سکېل به يي خېجي خو ترقي به يي بل پوسټ ته نه کيږي."

په خېبر پښتونخوا کې د تعليم د څانګې چارواکي عبدالمالک وي او ای ډيوه ته وویل نوې تعليمې پاليسۍ استاذان پارولي دي، "په دغه نوې پاليسۍ کې د سکول بېسډ بدلون اکثره استاذان خفه دي ددغې بدلون ترمخه يو استاذ چې په کوم سکول کې برتي شي هم په هغه سکول کې به رېټاېر کيږي."

ډيوه رېډيو په نوي تعليمي اصلاحاتو د صوبې د تعليم وزير عاطف خان سره د رابطې هڅې اوکړې خو بريالی نه شو.

د خېبر پښتونخوا حکومت د اېجوکېشن اېکټ ۲۰۱۸ په نوم قانوني وړانديز په اسمبلۍ کې پېش کړی. چې پکې په يوشمېر بدلونونو استاذان خفه دي او وايي د دوي د نوکرۍ په بنيادي ډانچه کې دې بدلون ودرول شي .